په ویانا کښې د برجام د کمیشن بیړنۍ غونډه، د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره له پاتې وروستي فرصته هیلې
د فرانسې، بریطانیې، جرمني او ایران په غوښتنه د برجام کمیشن بیړنۍ غونډه د اروپايي اتحادیې د استازي په شتون او د ایران د مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچي او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مرستیال مسئولې هلګا اشمیډ په مشرۍ په ویانا کښې ترسره شوه.
د فرانسې، بریطانیې، جرمني او ایران په غوښتنه د برجام کمیشن بیړنۍ غونډه د اروپايي اتحادیې د استازي په شتون او د ایران د مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچي او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مرستیال مسئولې هلګا اشمیډ په مشرۍ په ویانا کښې ترسره شوه.
په دغه غونډه کښې د برجام د کمیشن د تیرې غونډې موافقې او غږملتیاوې او د هغو د پرمختګ بهیر وڅیړل شو.
سید عباس عراقچي پرون د ایټمي موافقې د کمیشن د بیړنۍ غونډې له ختمیدو وروسته د خبریالانو په ټول کښې وویل: ترڅو چې د ایران د ګټو ساتنه کیږي تر هغې به په ایټمي موافقه کښې د خپلو ژمنو کمولو ته دوام ورکوي.
د برجام یعنې هراړخیزې ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ بندونو له مخې په خپلو ژمنو باندې د مقابل لوري د نه پابندۍ په بڼه کښې ایران حق لري چې د خپلو ژمنو اجرا په کلي یا جزئي توګه ودروي.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن ویاند سید حسین نقوي حسیني تیره یکشنبه په یوه مرکه کښې د ایران لخوا د برجامي ژمنو کمولو ته په اشارې سره وویل: د برجام د ساتنې لپاره د جرمني، انګلستان او فرانسې د دریو اروپايي هیوادونو د ژمنو د نه عملي کیدو په بڼه کښې به د ایران اسلامي جمهوریت د راتلونکو ګامونو پورته کول، خامخا په خپله ایجنډا کښې راولي.
هغه اروپا ته د ایران د دویم شپيته ورځني فرصت په یادولو سره زیاته کړه: د سانټریفیوجونو د شمیر زیاتول، دوباره د آيي،آر-۲ او آيي، آر، ایم-۲ ډوله سانټریفیوجونو نصبول، د یورانیمو د پخونې په آبشارونو کښې د فعالو سانټریفیجونو د شمیر زیاتول او د یورانیمو شل فیصدي پخول او د اراک د درنو اوبو پیاوړتیا په دریم ګام کښې مطرح انتخابونه دي.
له ایټمي موافقې د امریکې له وتنې وروسته اروپایانو په تیره بیا د فرانسې، بریطانیې او جرمني هیوادونو له برجامه د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه او له ایرانه یې وغوښتل چې د برجام پر ژمنو ټینګ پاتې شي. ایران پر خپل لوظ عمل وکړ او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د ۱۵ رپورټونو خپریدل په برجام کښې د ایران د بشپړې ملګرتیا نښه ده. خو دا بهیر به هله نتیجې ته ورسي چې دوه اړخیز وي. اروپایان په داسې حال کښې له برجامه د ملاتړ مدعیان دي چې د اینسټکس په نامه د هغو تریخ طنز حتی د ایران یوه ذره برجامي ګټې نه دي پوره کړې.
اروپا د دې نړیوالې موافقې د ساتنې لپاره د یولړ لاروچارو وړاندیز کړی دی خو د اجرا لپاره یې په شک اخته ده. په دې وجه د دې غوټې خلاصیدل د اروپا په لاس کښې دي.
اروپا له برجامه د امریکې له وتلو وروسته له ایران سره یوولس ژمنې وکړې چې په کښې په پانګونې، ټرانسپورټ او د تیلو په خرڅون پورې اړوند داسې نور موارد شامل دي او اینسټکس د اروپا د ژمنو د اجرا لپاره یوه سریزه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې لړ کښې په یولړ واضحو څرګندونو کښې ټینګار کړی دی: مونږ خپلې ژمنې په دغه طریقه پوره کوو چې اروپا خپلې ژمنې پوره کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني هم د خپلو برجامي ژمنو د کمولو په لړ کښې د ایران له اقدامه مخکښې د پنځو اروپايي هیوادونو مشرانو ته د لیک په ورلیږلو او د رسمي بیانیې په خپرولو سره ویلې وو چې د ژمنو د کمولو په لړ کښې د ایران اقدام د برجام د خرابولو لپاره نه دی بلکې د دغې نړیوالې موافقې د ساتنې په لړ کښې دی ځکه چې باوري یو چې که څه ونه کړو نو برجام به له مینځه لاړ شي.
اوس باید وګورو چې په ویانا کښې پرونۍ سلامشورې د برجام د ساتنې لپاره له وروستیو پاتې فرصتونو هیلې تر کومه حده پوره کوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*