ایران له بریطانیې سره د نیول شویو کشتیو د تبادلې مخالف دی
(last modified Tue, 30 Jul 2019 01:05:45 GMT )
Jul 30, 2019 05:35 Asia/Kabul
  • ایران له بریطانیې سره د نیول شویو کشتیو د تبادلې مخالف دی

په لندن کښې د ایران سفیر وویل: ایران په هرمز اوبلاره کښې د قوانینو د خلاف ورزۍ په وجه د بریطانیا له نیول شوې کشتۍ سره، د بریطانیې له خوا په غیرقانوني توګه د ایران د نیول شوې تیلي کشتۍ د مبادلې مخالف دی.

په لندن کښې د ایران سفیر وویل: ایران په هرمز اوبلاره کښې د قوانینو د خلاف ورزۍ په وجه د بریطانیا له نیول شوې کشتۍ سره، د بریطانیې له خوا په غیرقانوني توګه د ایران د نیول شوې تیلي کشتۍ د مبادلې مخالف دی.

له لندنه د ایرنا خبریال رپورټ ورکړی چې په لندن کښې د ایران سفیر حمید بعیدي نژاد بیګا وویل: په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایراني کشتۍ د نیولو او په هرمز اوبلاره کښې د برطانیې د خلاف ورزي کونکې کشتۍ د نیولو د ډول او علت د توپیر په وجه ایران د نیول شویو کشتیو د مبادلې مخالف دی.

په بریطانیا کښې د ایران سفیر زیاته کړه چې په هرمز تنګي کښې د بریطانیا کشتۍ د امنیتي قوانینو د خلاف ورزۍ په وجه نیول شوې ده خو په جبل الطارق کښې ایراني کشتۍ د بریطانیايي ځواکونو له خوا د امریکې د خوشالولو په موخه نیول شوې ده او په هم دې وجه تهران د خپلې کشتۍ د پریښودو په بدل کښې د بریطانیا د قانون ماتونکې کشتۍ پريښودو ته غاړه نه ږدي.

د ویلو ده چې د بریطانیا سمندري ځواک د روانې جولایۍ میاشتې په پنځمه نیټه په جبل الطارق سمندري سیمه کښې د ایران یوه تیل وړونکې کشتۍ، د سوریې خلاف د اروپايي اتحادیې د بندیزونو د خلاف ورزۍ په پلمه نیولې ده.

 

ټیګونه