ورځپاڼو ته کتنه
د تهران چاپ ورځپانو مهم خبرونه او تبصرې
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي سرټکي کښې یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي دي: له ګاونډیانو سره خبرواترو ته تیار یو.
محمد جواد ظریف وویل: مونږ هیڅ کله د مذاکرې له میزه نه یو پاڅیدلي، امریکایانو د خبرواترو میز پریښوده او ژمنې یې تر پښو لاندې کړې.
د ښاغلي ظریف په څرګندونو کښې هم داشان لولو چې وايي، له ماکرون او د ۴+۱ ډلې له نورو غړو سره خبرې اترې کوو. نني مشکلات او شخړې د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ او د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې د اروپا د ناتوانۍ له امله دي چې د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ د ملګرتیا په معنا دي.
ظریف زیاتوي: کوم اقدامات چې اروپا تراوسه کړې دي، د هغوي له ژمنو او توقعاتو سره یې هیڅ تناسب نه دی لرلی.
په روانو حالاتو کښې او ترڅو چې ضروري اقدامات ونه شي، د ایران دریم ګام به خامخا پورته شي. اروپایان باید په ځان کښې دا جرأت پیدا کړي چې د خپلو ژمنو پر اساس عمل وکړي نه د امریکا په حکمونو. نه دي پکار چې اینسټکس د امریکې د حکمونو د اجرا وسیله وګرځي. که اینسټکس عملیاتي شي نو ضروري ده چې د تیلو پيسۍ په کښې واچول شي.
ښاغلي ظریف زیاته کړه: که سعودي عربستان خبرواترو ته تیار وي نو مونږ هم چمتو یو.
**
د تهران چاپ د اطلاعات نه علاوه، ابرار، تجارت، کیهان، ایران او داسې نورو ډیرو ورځپاڼو په بحرین کښې د دوو ځوانانو اعدامولو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر غبرګون ته انعکاس ورکړی او لیکلې یې دي: ظلم او زور به تل پاتې نه شي او د عدالت غواړو ولسونو اراده او هوډ به بریالی شي.
د بحرین د ال خلیفه رژیم لخوا د دوو(۲) ځوانانو له شهیدولو وروسته داسلامی انقلاب د ستر لارښود د حفظ او نشر دفتر د اطلاعاتو مرکز د عربی ژبې ټویټر پاڼې د دغه جنایت په هکله د حضرت ایت ا... العظمی خامنه ای دریځ خپور کړ .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود ددغه پیښې په اړه وویل ظلم او زور به پایداره پاتې نشی او د عدالت غواړو ملتونو اراده او هوډ به بالاخره بریالی شی .
د بحرین ال خلیفه رژیم په حکومت د اعتراض کونکو کسانو د ځپلو په دوام کښې په تیرې شنبې ورځ د څلورویشت (۲۴) کلن احمد الملالی او د پینځویشت (۲۵) کلن علی العرب په نومونو سره دوه (۲) ځوانان له سخت شکنجه کولو وروسته اعدام کړل .
د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له دې مخکې هم په ډیرو دریځونو کښې د بحرین د ال خلیفه رژیم جنایتونو ته اشاره کړی ده او هغه یې غندلي وو .
**
اوس هم له تهرانه د چاپیدونکې کیهان ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د امام محمد تقي علیه السلام د سپیڅلي حرم یو انځور چاپ کړی او د دغه معصوم امام د شهادت د کلیزې تسلیت یې ویلی دی.
په دوام کښې د دې ورځپاڼې ځینو بهرنیو خبرونو ته یوه لنډه کتنه کوو چې په دا ډول دي: د قطر د حکومت سلاکار وزیر وايي، هر کس چې د یمن په چارو کښې لاسوهنه وکړي، زیان به ویني، عرب هیوادونه دې سمدستي له یمنه ووځي.
- ترهګرو د پاکستان او افغانستان په دوو لویدیځو ښارونو یعنې کویټې او فراه کښې په بمي چاودنو سره ۳۹ کسان وژلي او ۴۷ نور یې ژوبل کړل. د دغو پيښو زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي.
- د نایجیریا د پولیسو مشر د دغه هیواد د اسلامي غورځنګ په فعالیت باندې د بندیز د حکم له صادرولو وروسته په ټول هیواد کښې د دغه غورځنګ په غړو باندې د حملو او د هغوي د نیولو حکم صادر کړ.
له بلې خوا د بشري حقوقو څارونکي سازمان خبرداری ورکړی چې د دغه غورځنګ په فعالیت باندې د بندیز په لګیدو سره احتمال شته چې ځپنې زیاتې شي او حالات لا خراب شي. دغه سازمان د نایجیریا له حکومته غوښتي دي چې د بندیز دغه حکم لغو کړي.
- د سوریې، ایران، روسیې، ترکیې، ملګرو ملتو او د سوریې د مخالفو وسله والو استازي په آستانه ښار کښې په راغونډیدو سره، د سوریې د ادلب ولایت د برخلیک د ټاکلو او هم داشان د سوریې په شمال کښې د انقرې د نظر وړ امنې سیمې رامینځته کولو په اړه نن خبرې اترې کوي.
- د کورنیو آزادیو د اتحادیې د اعلان له مخې، له ۲۰۱۸ کال نه تراوسه پورې څه باندې ۹۰۰ مهاجر ماشومان د امریکې د ولسمشر ټرمپ په (صفر تحمل) نومي سیاست سره له خپلو والدینو بیل شوې دي.
- او شمالي کوریا د امریکې او جنوبي کوریا د ګډو پوځي مشقونو په غبرګون کښې، یوځل بیا دوه لنډواټنه بالیسټک توغندي وآزمایل. د پيونګ یانګ دې کار، سئول سخت وویرولی دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*