خبرې اترې او صلحه د (بي ټیم) لپاره یو ستر ګواښ دی
Aug 01, 2019 16:13 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د خبرواترو او صلحې غوښتنه د (بي، ډلې) لپاره یو ستر او مهم ګواښ ګڼل کیږي.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن د امریکې د خزانې وزارت د اقدام په غبرګون کښې، د ځان د بایکاټ کیدو علت له امریکايي رسنیو او خبري آژانسونو سره خپلې خبرې او مرکې وبللې او په ټویټر کښې یې ولیکل: آیا د امریکې خلک زما د غږ اوریدو لپاره د امریکې د خزانې وزارت OFAC اجازې ته ضرورت لري؟
ظریف له دې مخکښې هم ویلې وو چې په ده باندې د بندیز لګیدو اصلي وجه دا ده چې په ټوله نړۍ کښې د ایران ترټولو اصلي ویاند دی.
یاده دې وي چې د امریکې د خزانې وزارت د ایران خارجه وزیر د بایکاټ شویو کسانو په لسټ کښې شامل کړ.