د ايران فوځ: د ظريف بائيکاټول د امريکې د واکدارانو د فکري او سياسي تزلزل ښودنه کوي
(last modified Fri, 02 Aug 2019 02:01:34 GMT )
Aug 02, 2019 06:31 Asia/Kabul
  • د ايران فوځ: د ظريف بائيکاټول د امريکې د واکدارانو د فکري او سياسي تزلزل ښودنه کوي

د ايران د اسلامي جمهوريت فوځ بېګا په يوې بيانيه کښې د ايران د خارجه وزير په بائيکاټولو کښې د امريکې اقدام وغندۀ او وې ويل، د ظريف بائيکاټول د امريکې د واکدارانو د فکري او سياسي تزلزل ښودنه کوي.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت فوځ په دغه بيانيه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران د خارجي ډېپلومېسۍ د ډېر اوچت چارواکي په توګه د محمد جواد ظريف بائيکاټول د اسلامي ايران د عظمت او اقتدار په وړاندې د امريکې له سپکاوي نه ډکې ناکامۍ ښودنه کوي واضحه کړه،د امريکې دې اقدام دا خبره ثابته کړه چې د بيان ازادي له يو شعاره زيات څه نه دي او د سپينې ماڼۍ چارواکي د ايران د اسلامي جمهوريت منطق اندېښمن کړي دي.

 

 

ټیګونه