ظريف پومپئو ته: د ابرقدرتونو دور تېر شوے دے
(last modified Sat, 03 Aug 2019 00:51:07 GMT )
Aug 03, 2019 05:21 Asia/Kabul
  • ظريف پومپئو ته: د ابرقدرتونو دور تېر شوے دے

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د امريکې خارجه وزير ته په خطاب سره تاکيد وکړ، د سترو قوتونو او ابر قدرتونو دور ډېره موده وشوه چې تېر شوے دے.

محمد جواد ظريف پرون ماښام په خپله ټوئټر پاڼه کښې د امريکې د خارجه وزير د اپرېل د څلورمې د يوې وېنا د لېنک په ورکولو سره چې پکښې يې له دريو سترو قوتونو يعني ايران، روسيې او چين سره د نېټو د مقابلې په ضرورت باندې تاکيد کړے ؤ وليکل، امريکې د خپلې زړې  اقتصادي ترهه ګرۍ په دوام کښې  په روسيې لا زياتې سزاګانې ورتپلي دي.

هغه زياته کړه، څرګنده ده چې د سترو قوتونو په باره کښې د ښاغلي پومپئو وهم لګيا دے په يوې ويرې بدليږي.

د ايران خارجه وزير له دې مخکښې هم په پو ټوئيټ کښې په دې باندې په تاکيد سره چې امريکه پکار دي له خپلې ګوښه کېدو لاس واخلي زياته کړه،نړيوال قوت او تجارت د بدلېدو په حال کښې دي او د ايران او چين په خلاف اقتصادي ترهه ګري او له روسيې سره د آئي اېن اېف له معاهدې وتل دغه حقيقت نه شي بدلولې.

د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو پرون له روسيې سره د آئي اېن اېف نومې معاهدې څخه د خپل هېواد په رسمي توګه د وتلو خبر ورکړ.

 

ټیګونه