امریکې ته د ظریف سپارښتنه، واشنګټن دې د نړۍ نوې حقیقتونه قبول کړي
(last modified Sat, 03 Aug 2019 08:43:51 GMT )
Aug 03, 2019 13:13 Asia/Kabul
  • امریکې ته د ظریف سپارښتنه، واشنګټن دې د نړۍ نوې حقیقتونه قبول کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له امریکې وغوښتل چې ځان د یوازې کولو بهیر ودروي او په دنیا کښې نوي حقیقتونه ومني.

ښاغلي ظریف پرون په یو ټویټ کښې لیکلي دي: د سیمه ایزو خبرواترو او په پرمختګ او د تیري نه کولو په تړون سره، بي ټیم په کمزورې کیدو دی. امریکا باید د خپلې ګوښه کیدو بهیر بند کړي او د نړۍ نويو حقیقتونو ته غاړه کښیږدي. تجارت او قدرت په نړیوال ډګر کښې په بدلیدو دي او نه به یې د چین او ایران خلاف اقتصادي ترهګري مخه ونیسي او نه له روسیې سره له آيي، این، ایف تړونه وتل.

امریکې د ایران د خرابولو لپاره خپل ټول توان کارولی دی. دا تحرکات اوس حتی له اقتصادي دباؤنو په لوړه سویه تعقیبیږي او په نړۍ کښې د شخصیتونو خلاف په ناوړه پریکړو باندې د بدلیدو په حال کښې دي.

د ټرمپ له خوا د ایټمي موافقې خلاف ورزي سبب شوه چې دغه سفارتي بریا په یو غیرضروري کړکیچ بدله شي او بلآخره له امریکې څخه د غیرقابل اعتماد حکومت په توګه یو انځور وړاندې شي.

د امریکې روده سلطه لټونې او زوروینې ته ګروهنه ده خو دا طریقه نه یوازې د خپلواکو هیوادونو له خوا بلکې د امریکې د سیاستونو د کورنیو ناقدینو له خوا هم د منلو وړ نه ده. له برجام ایټمي موافقې د امریکې له وتنې یو کال وروسته د امریکې د حکومت، پوځ او کانګریس څه باندې پنځوسو پخوانیو چارواکو او د دغه هیواد پوهنکورونو د یوې بیانیې په خپرولو سره، برجام ته د واشنګټن د ورستنیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

له ایټمي موافقې د امریکې وتلو دا پوښتنه رامینځته کړه چې آیا د امریکې په حکومت باندې دا باور کیدی شي چې په نړیوالو ژمنو به پابنده پاتې شي او که نه؟

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د واشنګټن د ژمنو د ماتولو په لړ کښې په تازه اقدام کښې پرون د INF په نوم د مینځ واټنه ایټمي توغندویو د منعې له تړونه د دغه هیواد د رسمی وتنې خبر ورکړ.

د ظریف خبره په حقیقت کښې په هم دغه ټکي ټینګار دی او د دې بهیر پایلې په ډاګه بیانوي. دا په داسې حالاتو کښې دي چې نن سبا د امریکې د غوښتنې په اپوټه، په سیمه او نړۍ کښې معادلات بدل شوې دي او واشنګټن مجبور دی چې زر یا پس ومني چې د زور ویونکو سټراټیجیو دوران تیر شوی او نور کارنده والی نه لري.

د امریکې پولیټیکو تحلیلي ویب سایټ تیره چهارشنبه په یو رپورټ کښې د ایران خلاف د سمندري ائتلاف د جوړولو لپاره د ډونلډ ټرمپ د حکومت په طرحه کښې له شاملیدو د هیوادونو ډډه کولو ته په اشارې سره دغه پلان (د ټرمپ یو کسیز ائتلاف) وباله او ویې لیکل: د هغه څه لپاره چې د کشتیو ساتنه بلله کیږي د ایران خلاف د ډونلډ ټرمپ ائتلاف په ظاهره یوازې یو غړی لري او هغه متحده ایالتونه دي.

په دغه رپورټ کښې اشاره شوې چې انګریزانو د امریکې په دې طرحې نیوکه کړې ده، فرانسویانو ورسره هیڅ ژمنه نه ده کړې او جرمنیانو ورته په ډاګه (نه) ویلې دي. جرمن خارجه وزیر هایکو ماس په لویدیځې آسیا کښې د شخړې ختمولو په ضرورت باندې په ټینګار سره ویلې دي: د جرمني حکومت باوري دی چې د ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ سیاست، غلط دی.

خو واشنګټن د خپلو سیاستونو په سم والي باندې په ټینګار سره په سیمه کښې د جنګ جوړونکو ائتلافونو په لټه کښې دی.

واشنګټن ادعا کوي چې د دې سیاست موخه له ایران سره یوې نوې موافقې ته رسیدل دي چې په کښې د اختلاف وړ ټولو مسائلو په هکله خبرې اترې وشي خو اوس حتی د امریکې انډیوالانو ته هم معلومه شوې ده چې له ایران سره د خبرواترو په اړه د امریکې وړاندیز یوه څرګنده دوکه ده.

بې شکه چې حقیقت پالنې ته د امریکې ستنیدل عقلمندانه ډیپلماسۍ ته ضرورت لري. خو د امریکې کړچار دنیا ته دا پیغام ورکوي چې امریکا د باور وړ لوری نه دی او د دغه هیواد یواړخیز سیاستونه د شخړو او اختلافاتو د هواري لپاره هیڅ کله عقلاني بنیاد نه شي لرلی.  اوس معلومه شوې ده چې د امریکې غوښتنې تش تخیلات دي.

لکه څنګه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټ کښې لیکلي دي: امریکا باید د خپلې ګوښه کیدو بهیر بند کړي او د نړۍ نویو حقیقتونو ته غاړه کښیږدي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه