ایران له آذربایجان جمهوریت سره د ملګرتیاؤ پراختیا ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83814-ایران_له_آذربایجان_جمهوریت_سره_د_ملګرتیاؤ_پراختیا_ته_چمتو_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، معدن او تجارت وزیر له باکو سره د ملګرتیاؤ پراختیا ته د ایران د چمتووالي خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 04, 2019 05:53 Asia/Kabul
  • ایران له آذربایجان جمهوریت سره د ملګرتیاؤ پراختیا ته چمتو دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، معدن او تجارت وزیر له باکو سره د ملګرتیاؤ پراختیا ته د ایران د چمتووالي خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، معدن او تجارت وزیر پرون په تهران کښې د آذربایجان جمهوریت د اقتصاد او صنعت د وزیر شاهین مصطفی اف په کتنه کښې، له باکو سره د ملګرتیاؤ پراختیا ته د ایران د چمتووالي خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې رضا رحماني په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د آذربایجان جمهوریت ترمینځ په مختلفو صنعتي برخو کښې د ملګرتیاؤ ګډو پروګرامونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د موټر جوړونې او د ګاډو د سپیئر پارټس او د درملو د تولید او د ګډې صنعتي سیمې د جوړولو په شمول مختلفو برخو کښې شوې موافقې د دواړو لورو په جدي پاملرنې سره زرترزره عملیاتي کیدی شي.

رحماني زیاته کړه چې د ایران او آذربایجان جمهوریت سوداګري مبادلاتو په تیر یو کال کښې ښه وده درلودلې او د دواړو هیوادونو د جګ پوړو چارواکو هوډ ته په پام سره د ملګرتیاؤ د پراختیا مخې ته هیڅ ډول خنډ نشته.

په دغه ملاقات کښې د آذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزیر شاهین مصطفی اف هم د روان ۲۰۱۹ کال په وړومبیو شپږو میاشتو کښې د دواړو هیوادونو د سوداګري مبادلاتو د اندازې ۲.۲ چنده زیاتوالي ته په اشارې سره وویل: باکو به له تهران سره د خپلو اقتصادي، تجاري او صنعتي ملګرتیاؤ د کچې د لوړولو لپاره خپله پوره پوره هڅه وکړي.