له ټرمپ سره د ملاقات وړاندیز مې ونه منه ځکه بایکاټ شوم
(last modified Mon, 05 Aug 2019 10:20:59 GMT )
Aug 05, 2019 14:50 Asia/Kabul
  • له ټرمپ سره د ملاقات وړاندیز مې ونه منه ځکه بایکاټ شوم

ظریف: نیویارک ته په وروستي سفر کښې راته وویل شول چې که د امریکې له ولسمشر سره د ملاقات وړاندیز ونه منم نو په دوو اونیو کښې به راباندې بندیز ولګي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته د خپلې تیرې میاشتې سفر ته په اشارې سره وویل: په دې سفر کښې ماته وویل شول چې که د امریکې له ولسمشر سره د ملاقات وړاندیز ونه منم نو په دوو اونیو کښې به راباندې بندیز ولګي.

محمد جواد ظریف نن په یوه خبري غونډه کښې، په دې خبرې سره چې امریکایان د بیان د آزادۍ له ادعا سره سره په هغې باندې هیڅ اعتقاد او باور نه لري، زیاته کړه: مذاکره او ډیپلماسي هیڅ کله نه ختمیږي او خپل فعالیتونه به جاري وساتم. ظریف هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د سلطې، ابرقدرتۍ او زوروینې دوران تیر شوی دی، څرګنده کړه: امریکا حتی په هغو برخو کښې چې د نورو لپاره د ابرقدرتۍ رول لري، نه شي کولی چې یو ائتلاف جوړ کړي او هیوادونه یو په بل پسې شرمیږي چې نوم یې په یو لړلیک کښې د امریکې ترڅنګ وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان په دې خبرې سره چې د امریکې بیګناه خلاف د وسلې ګرځولو، بدماشۍ، زورورۍ او تشدد په کلتور کښې ګیر شوې دي، څرګنده کړه: کوم کلتور چې جنګ، پر میز د یو پروت انتخاب په توګه یادوي، کامیاب نه دی او که امریکا د قانون خلاف ورزي پریږدي نو ټولې ستونزې هواریږي.

ښاغلي ظریف هم داشان له ایټمي موافقې د امریکې وتلو او د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې د اروپایانو لوظ ماتونې ته په اشارې سره وویل: ایران د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې دریم ګام پورته کوي او دا کار، له برجامه د وتلو په معنا نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمې بدلونونو ته هم اشاره وکړه او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د پراختیا او د ایران، عراق او د دغې شورا د دریو غړو ترمینځ د خبرواترو په ضرورت باندې په ټینګار سره یې د سیمه ایزو خبرواترو د ټولنې جوړول او په یو بل باندې د تیري نه کولو د تړون لاسلیکول یې ضروري وبلل.

ظریف، خبرې اترې د عربستان، اماراتو او د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه وبللې او د خبرواترو د پیلولو په ضرورت یې ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر هم داشان د یمن کړکیچ ته په نغوتې سره ټینګار وکړ چې د یمن حل لاره خبرې اترې او مذاکره ده.

ظریف د افغانستان د صلحې د خبرواترو په هکله هم څرګنده کړه: هره حل لاره باید د افغانستان د حکومت په شتون سره وي او ایران د هغې حل لارې مخالف دی چې له بهر څخه پر افغانستان وروتپله شي.

 

ټیګونه