تخت روانچي ګوټرېش ته په ليک کښې: د ظريف بائيکاټول د نړيوالو حقوقو په خلاف دي
(last modified Wed, 07 Aug 2019 06:12:50 GMT )
Aug 07, 2019 10:42 Asia/Kabul
  • تخت روانچي ګوټرېش ته په ليک کښې: د ظريف بائيکاټول د نړيوالو حقوقو په خلاف دي

په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرېش ته په ليک کښې د امريکې لخوا د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير بائيکاټول د نړيوالو حقوقو د بنيادي اصولو او د دغې ادارې د منشور د اصولو او اهدافو څرګنده خلاف ورزي وبلله.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي په دغه ليک کښې دې ته په اشارې سره چې د امريکې د حکومت د چارواکو د اعلان له مخې د محمد جواد ظريف بائيکاټول د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرني سياست د چارواکي په توګه د هغه د مقام او رول په وجه رامنځته شوي دي واضحه کړه، دا چاره په ښه ډول ښودنه کوي چې امريکه له هغې ډېپلومېسۍ څخه چې د نړيوالې صلحې او امنيت د ساتنې لپاره يو ترټولو لويه لاسته راوړنه ده بېزاره ده.

تخت روانچي د ملګرو ملتو په غونډو کښې د ګډون لپاره نيويارک ته د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير په وروستي سفر کښې تپل شويو محدودتيتونو ته په اشارې سره وويل، د امريکې اقدامات د ملګرو ملتو د منشور د ۱۰۵ مادې مادې او د ملګرو ملتو د سهولياتو او تحفظاتو د کنونشن او همدارنګ د دغې ادارې د موافقه ليک څرګنده خلاف ورزي ده.په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي په دغه ليک کښې تاکيد وکړ چې نړيواله ټولنه پکار دي د امريکې غېر قانونی چلند وغندي او ملګري ملتونه او د دغې ادارې غړي  دې د نړيوالو حقوقو له بنيادي اصولو څخه په دفاع سره د امريکې د دغه اقدام په وړاندې ټينګ اودريږي.

 

ټیګونه