د ایران خارجه وزیر د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي ته تسلیت ویلی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یمن د انصار الله غورځنګ د عمومي منشي د ورور له شهادت وروسته په یو پيغام کښې هغه ته او د یمن مقاوم او صبرناک ولس ته تسلیت ووایه.
د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف پرون د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي عبدالملک بدر الدین الحوثي ته په یو پيغام کښې ټینګار وکړ: بې شکه چې د یمن د ولس خلاف په ناکامه جنګ کښې د ترسره شویو نورو جنایتونو ترڅنګ دا ستر جنایت له یمني ځواکونو سره په مقابله کښې د جنګ مدارو تیري ګرو او د هغوي د لاس پوڅو د کمزورۍ او استیصال نښه ده.
ظریف زیاته کړه چې دا جنایتونه نه یوازې د یمن د صبرناکه او مقاوم ولس اراده او روحیه نه شي کمزورې کولی بلکې د دې غیرتي ولس حقانیت له مخکښې نه لازیات په ډاګه کوي.
یاده دې وي چې د یمن د ملي نجات حکومت د کورنیو چارو د وزارت د اعلان له مخې، په سعودي تیري ګرو پورې پیئلو کسانو تیره جمعه د انصار الله غورځنګ د عمومي منشي عبدالملک بدر الدین الحوثي ورور ابراهیم بدر الدین الحوثي شهید کړی دی.
په عین حال کښې د یمن امنیتي سروسونو د ابراهیم الحوثي د وژونکي ټیم له پيژندلو وروسته توانیدلی چې د دغې ډلې ځینې ترهګر ونیسي کومو چې د عربستان د اطلاعاتو وزارت تر څارنې لاندې کار کوه.