امریکې او د هغې انډیوالانو لویدیځه آسیا د بارودو په ډیپو بدله کړې ده
(last modified Tue, 13 Aug 2019 01:07:52 GMT )
Aug 13, 2019 05:37 Asia/Kabul
  • امریکې او د هغې انډیوالانو لویدیځه آسیا د بارودو په ډیپو بدله کړې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: امریکې او ا نډیوالانو یې د سیمې پر ځینو رژيمونو باندې د وسلو په پلورلو سره لویدیځه آسیا د بارودو په یو داسې ګودام بدله کړې ده چې هر وخت یې د چاودیدو امکان شته دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې په تیر ۲۰۱۸ کال کښې د سیمې په عربو هیوادونو باندې د پنځوس میلیارډ ډالرو وسلې خرڅې کړې شوې دي، ټینګار وکړ: امریکې او ا نډیوالانو یې د سیمې پر ځینو رژيمونو باندې د وسلو په پلورلو سره لویدیځه آسیا د بارودو په یو داسې ګودام بدله کړې ده چې هر وخت یې د چاودیدو امکان شته دی.

محمد جواد ظریف د الجزیره چینل انګلیسي برخې ته په یوه مرکه کښې، په فارس خلیج کښې د سمندري ائتلاف جوړیدل د ایران خلاف یو غلیمانه کار وباله او ویې ویل چې دا کار د فارس خلیج امنیت کموي.

هغه زیاته کړه، ترټولو غوره کار چې امریکا یې د سمندري ټرانسپورټ او کشتۍ چلونې د ساتنې لپاره ترسره کولی شي، دا دی چې نور هیوادونه په خپل حال پریږدي او لاسوهنه نه کوي.

 

ټیګونه