د فارس خلیج دناامنۍ اصلی علت امریکا ده
زمونږ خبریال وایی د ایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په فارس خلیج کښې د ناامنۍ اصلی علت دامریکا لاسوهنه او د ایران دخلکو پرضد د واشنګټن اقتصادی ټروریزم وباله .
جواد ظریف پرون وویل له فارس خلیج سیمې سره د بهرنیو سمندری جنګی بیړیو ورزیاتیدل او د بارودو په بشکې دهغې بدلیدل یوازې د چاودنې خطر زیاتوی .
دایران خارجه وزیر ټینګار وکړ که چیرې امریکا د سمندری امنیت غوښتونکی ده باید د بې ثباتۍ رامینځته کونکی کړچار بند کړی .
هغه په دې خبرې سره چې د وسلو خپریدل د سیمې امنیت ته ګواښ کوی وویل ایران تیر کال په لس (۱۰) لکه عسکرو لرلو سره یوازې شپاړس (۱۶) میلیارډه ډالر په پوځی هدفونو لګولی دی او سعودی عربستان په یوازې ځان دایران پینځه (۵) برابره ډالره د پوځی وسلو په اخیستلو لګولی دی .
جواد ظریف په دې خبرې ټینګار سره چې یوازې په سیمه ییزو ملګرتیاو سره حقیقی امنیت ته رسیدلی شو وویل د سلاکوټو له وسلو ډکول نه د سولې او نه په جنګ کښې دبریالیتوب سبب کیږی .
امریکا په تیرو څو میاشتو کښې په ایران ددباو د زیاتولو په هدف سره په فارس خلیج کښې خپل پوځی شتون زیات کړی دی او د انګلستان په شمول د متحدانو په ملګری کولو سره لمسونکی اقدامات ترسره کوی .
امریکا په همدې لړ کښې ویلی دی چې په فارس خلیج کښې دیوه(۱) پوځی ائتلاف دجوړولو هڅه کوی .