ورځپاڼو ته کتنه
(last modified Wed, 14 Aug 2019 08:51:01 GMT )
Aug 14, 2019 13:21 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره په تهران کښې د یمن د انصار ا... غورځنګ د یو پلاوي د ملاقات انځور راخیستی او د حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي له خولې په غټو ټکو لیکلې دي: د یمن د تجزیې او ویشلو په وړاندې باید په قدرت سره دریدنه وشي.

د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون په تهران کښې د یمن دانصار الله غورځنګ له یوه پلاوی سره په کتنه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات د یمن د ویشلو هڅه کوی وویل باید په قدرت سره ددغه دسیسې په مقابل کښې ودریږئ او په ځمکنۍ بشپړتیا سره د متحد او دیوهیړ یمن ملاتړ وکړئ .

د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دیمن د انصار الله غورځنګ له پلاوی سره په کتنه کښې د سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو او دهغوې دملاتړو د پراخو او څاروی ډوله تیریو په وړاندې د یمن د خلکو د ایمان، د مقاومت ، هوشمندۍ او د جهادی روحیې په قدرونې سره ټینګار وکړ ددغه هیواد بیلابیلو قومیتونو او دینی عقایدو ته په پام سره د یمن د پیوستون ساتل د دغه هیواد دخلکو ترمینځ خبرواترو ته اړتیا لری .

هغه حضرت زیاته کړه دیمن خلکو په خپل تاریخی او ژور تمدن او د مقاومت او زړورتیا په روحیې سره چې په تیرو پینځو(۵) کلونو کښې ښودلی ده مخ ته ښه راتلونکی لری او یو (۱) پیاوړی حکومت به جوړ کړی او ددغه حکومت په چوکاټ کښې به پرمختګ ته ورسیږی .

داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ایران داسلامی جمهوریت د حکومت د لویدیځ ضده او  دامریکا ضده دریځونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ دغه دریځونه د تعصب پراساس نه دی بلکې د واقعیتونو او د امریکا او دلویدیځ د چارواکو د کړچار پراساس دی  چې په انسانی ، مدنی او اخلاقی ظاهر سره ترټولو بد جنایتونه ترسره کوی .

د مشر تابه ستر مقام حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دغه راز دهغو جنایتونو په هکله چې په یمن او فلسطین کښې کیږی د لویدیځو هیوادونو بې تفاوتۍ د ننۍ نړۍ د واقعیتونو یوه بیلګه وګڼله .

حضرت ایت الله خامنه ای دغه راز دیمن د مومنو میرمنو او سړیو د زړورتیاو دملاتړ د اعلانولو په ترڅ کښې وویل له دغو جنایتکاره قدرتونو سره باید د ایمان  او د مقاومت په قدرت او په الهی نصرت باندې تکیې سره مقابله وکړئ او یوازنۍ لاره همدا ده .

ددغه کتنې په پیل کښې د یمن دانصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ته  د دغه غورځنګ دمشر سید عبدالملک بدر الدین د لیک په ورکولوسره وویل د یمن خلک په ډیرو سختو شرایطو کښې دی او په خالی لاسونو خو په ایمان او په ثابت قدمې سره د اولسو(۱۷) حکومتونو د تیریو په مقابل کښې دریدلی دی .

عبدالسلام وویل تا ته قول درکوم چې دیمن ملت به د  کوټلی او دیوه(۱) واحد لاس په شان تر بشپړه بریالیتوب پورې د ظلم او دتیری په مقابل کښې خپل مقاومت او استقامت ته دوام ورکړی .

جمهوري اسلامي:

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې راخیستې دي چې وايي: امریکا د ایران د دفاعي اقداماتو لپاره د سرو کرښو د ټاکلو حق نه لري.

د دې خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په فارس خلیج کښې د ناامنۍ اصلی علت دامریکا لاسوهنه او د ایران دخلکو پرضد د واشنګټن اقتصادی ټروریزم وباله .

جواد ظریف پرون وویل: له  فارس خلیج سیمې سره د بهرنیو سمندری جنګی بیړیو ورزیاتیدل او د بارودو په بشکې دهغې بدلیدل  یوازې د چاودنې خطر زیاتوی .

دایران خارجه وزیر ټینګار وکړ که چیرې امریکا د  سمندری امنیت غوښتونکی ده باید د بې ثباتۍ رامینځته کونکی کړچار بند کړی .

هغه په دې خبرې سره چې د وسلو خپریدل د سیمې امنیت ته ګواښ کوی وویل ایران تیر کال په لس (۱۰) لکه عسکرو لرلو سره یوازې شپاړس (۱۶) میلیارډه ډالر په پوځی هدفونو لګولی دی او سعودی عربستان په یوازې ځان دایران پینځه (۵) برابره ډالره د پوځی وسلو په اخیستلو لګولی دی .

جواد ظریف په دې خبرې ټینګار سره چې یوازې په سیمه ییزو ملګرتیاو سره حقیقی  امنیت ته رسیدلی شو وویل د سلاکوټو له وسلو ډکول  نه د سولې او نه په جنګ کښې دبریالیتوب سبب کیږی .

امریکا په تیرو څو میاشتو کښې په ایران ددباو د زیاتولو په هدف سره په فارس خلیج کښې خپل پوځی شتون زیات کړی دی او د انګلستان په شمول د متحدانو په ملګری کولو سره  لمسونکی اقدامات ترسره کوی .

 

امریکا په همدې لړ کښې ویلی دی چې په فارس خلیج کښې دیوه(۱) پوځی ائتلاف دجوړولو هڅه  کوی .

**

کیهان:

د تهران چاپ د کیهان ورځپاڼې ځینې بهرني خبرونه ګورو چې په سر کښې یې هندوستان ته د درملنې لپاره د نایجیریا د شیعه مسلمانانو د مشر شیخ ابراهیم زکزاکي او د هغه د میرمنې د تګ خبر دی او لیکلې یې دي چې هغه د هندوستان په یو روغتون کښې بستري (داخل) شوی دی.

خو د هغه  لور سهیلا زکزاکی پرون له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې وویل زما پلار چې دمعالجې لپاره هند ته تللی دی په کامل ډول ازاد نه دی او یوازې اجازه لری په روغتون کښې پاتې شی .

هغې وویل زما پلاز شیخ زکزاکی د وینې دلوړ دباو په شمول له ډیرو جسمی مشکلاتو سره مخ دی .

په هندوستان کښې د نایجریا سفارت نوی ډیلي ته د شیخ زکزاکی له رسیدا وروسته په یوې  بیانیې کښې وویل چې هغه دسفارت تر  کنټرول او څارنې لاندې دی .

 

د نایجریا امنیتی ځواکونه له شیخ زکزاکی او دهغې له میرمنې سره په سفر کښې ملګری دی .

د شیخ زکزاکی وکیلانو ویلی دی چې دهغه ښې سترګه ړنده شوې ده او احتمال شته چې کیڼه سترګه یې هم ړنده شي او په بدن کښې یې اوس هم د مرمیو بڅرکي شته دي.

د کیهان په نورو خبرونو کښې لولو:

له کشمیر څخه د شاتګ لپاره په هندوستان باندې نړیوال دباؤنه پيل شوې دي.

  • په سوریې کښې د (امنې سیمې) جوړولو په نوم د ده هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف د انقرې او واشنګټن ګډه دسیسهد دمشق له بیابیا اعتراضونو باوجود عملیاتي مرحلې ته ورسیدله.
  • له بلې خوا ملګرو ملتو ویلي چې فرانسې، ترهګر له سوریې څخه عراق ته منقل کړې دي.
  • په داسې حال کښې چې د سعودي ائتلاف مشران د دغه ائتلاف د ساتنې او د هغه له ړنګیدو د مخنیوي لپاره لاره چاره لټوي، د یمن انصار ا... غورځنګ د دغه ائتلاف په سنګرونو او بیخ بیناؤ باندې خپلې توغندوي، ډرون او ځمکۍ حملې زیاتې کړې.
  • د یو بل خبر له مخې په سعودي ائتلاف کښې د ټوټي کیدو او د ماتې د نښونښانو په څرګندیدو سره په دغه ائتلاف پورې پيئلو څه باندې دوه زره وسله والو خپل سنګرونه پریښې دي او د یمن د پوځ او رضا کار وسلي ځواک په لیکو کښې شامل شوې دي.
  • د میکسیکو پولیسو ویلې دي چې په دغه هیواد کښې هر کال لس زره کسان د امریکې په وسلو وژل کیږي او معنا یې دا ده چې له امریکايي وسلو څخه نه د دغه هیواد خپل خلک په امان کښې دي او نه یې د ګاونډیو هیوادونو وګړي.
  • کیهان هم داشان لیکلې دي چې سي، این، این امریکايي چینل په یو رپوټ کښې ویلې دي: ډونلډ ټرمپ په خپله د ځان ترټولو ستر دښمن دی.
  • اخوا په هانګ کانګ کښې د اعتراضونو او شخړو په دوام او د دغې مهمې سیمې د حالاتو په بحراني کیدو سره د چین پوځ خپل ټانکونه او زغرده ګاډي دغه ښار ته نزدې رسولې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه