د امریکې اقتصادي ترهګرۍ د ایراني ناروغانو په ژوند باندې اغیزه کړې ده
(last modified Fri, 16 Aug 2019 10:02:51 GMT )
Aug 16, 2019 14:32 Asia/Kabul
  • د امریکې اقتصادي ترهګرۍ د ایراني ناروغانو په ژوند باندې اغیزه کړې ده

امریکې د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نیټه له ایټمي موافقې له وتلو وروسته د درملو په شمول مختلفو برخو کښې د ایراني ولس خلاف بیابیل بندیزونه لګولې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله د امریکايي چارواکو د ادعا په رد کولو سره چې د ایران درملیزه او طبي برخه یې نه ده بایکاټ کړې، وویل: د امریکې اقتصادي ترهګرۍ د ایراني ناروغانو په ژوند باندې اغیزه کړې ده.

محمد جواد ظریف نن په یو ټویټ کښې د فارن پالیسي مجلې یو رپورټ ته په اشارې سره ولیکل چې دغه رپورټ په ایرانیانو باندې د ټرمپ د حکومت د اقتصادي ترهګرۍ د اغیزې ښودنه کوي.

ظریف زیاته کړه: فارن پالیسي له هغو کسانو یو رپورټ برابر کړی چې د کینسر یا سرطان د ناروغان لپاره د درملو په تولید کښې نیغ په نیغه رول لوبوي.

د ویلو ده چې د امریکې د بهرنیو چارو په وزارت کښې (د ایران د اقدام ډلې) مشر برایان هوک څه موده مخکښې د ایران خلکو ته په خطاب کښې د یو ویډیويي پيغام په خپرولو سره مدعي شوی و چې واشنګټن د ایران په درملیزو او طبي برخو باندې هیڅ ډول بندیز نه دی لګولی.

امریکې د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نیټه له ایټمي موافقې له وتلو وروسته د درملو په شمول مختلفو برخو کښې د ایراني ولس خلاف بیابیل بندیزونه لګولې دي.

 

ټیګونه