انګلستان د ایران د اقتدار په وړاندې شاتګ ته مجبور شو
د ایران د اسلامي شورا مشر د ګریس-۱ په نامه د ایران د تیل وړونکې کشتۍ آزادۍ ته په اشارې سره وویل: انګلستان د ایران د اقتدار په وړاندې شاتګ کولو ته اړ شو.
د ایران د اسلامی شورا (پارلیمان) مشر علي لاریجاني نن د پارلیمان په ډاګیزه غونډه کښې زیاته کړه: انګریزان پوه شوې دي چې د ایران ننی حالت د پرون په شان نه دی او مجبور شول چې له سمندري ډاګه مارۍ لاس واخلي.
هغه هم دا شان د امریکې له خوا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف بایکاټ کیدو ته په اشارې سره د سپينې ماڼۍ په چارواکو غږ وکړ چې که فکر کوئ دا کار د قدرت ښودل دي نو پوه شئ چې د ایران ټول ولس ستاسو په وړاندې ولاړ دی.
د اسلامي شورا مشر په دې خبرې سره چې امریکايي چارواکي له یوې خوا ایران ته د خبرواترو وړاندیز کوي او له بلې خوا د دې هیواد په خارجه وزیر بندیز لګوي، څرګنده کړه: د امریکې خلک په داسې وهمي واکمنانو اوړیدلې دي چې د توهم د زیاتوالي په وجه اوتې بوتې وايي.
د ایران د مقننه قوې مشر هم داشان په ۳۳ ورځني جنګ کښې د لبنان د حزب ا... د بریالیتوب د کلیزې په مبارکۍ سره وویل: مقاومت په دغه جنګ کښې په بریالیتوب سره صهیونیسټانو او امریکایانو ته یوه سخته څپیړه ورکړه او د هغوي دسیسې یې شنډې کړې.