ظریف د ایران او کویت د دوستۍ ډلې له غړو سره سلامشورې وکړې
(last modified Sun, 18 Aug 2019 02:59:02 GMT )
Aug 18, 2019 07:29 Asia/Kabul
  • ظریف د ایران او کویت د دوستۍ ډلې له غړو سره سلامشورې وکړې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا په کویت کښې د ایران او کویت د دوستۍ ډلې له غړو سره وکتل.

ایرنا لیکلي چې د ایران او کویت دوستانه او لرغونې اړیکې، د فلسطین د حالاتو په شمول سیمه ایز مسائل، په فارس خلیج کښې د ملګرتیا ضرورت، د سیمې روان حالات او د ایران خلاف د امریکې اقتصادي ترهګري د دغې کتنې ځینې چورلیزونه وو.

د اسلامي ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون له کویتي چارواکو سره د ملاقات لپاره دغه هیواد ته تلی دی.

ظریف به په دغه سفر کښې له خپل کویتي همرتبه او د دغه هیواد له ځینو نورو چارواکو سره د دوه اړخیزو مسائلو او سیمه ایزو بدلونونو په هکله خبرې اترې او د نظر تبادله وکړي.

 

ټیګونه