د اسرائیلو رژیم باید د خپلو تیري ګرو اقداماتو نتیجه وویني
د ایران د حکومت ویاند په سوریې، لبنان او عراق باندې د اسرائیلي رژیم د تیریو په غندلو سره ټینګار وکړ چې صهیونیسټي رژیم باید د خپلو تیري ګرو اقداماتو پایلې ومني.
د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي نن په یوه خبري غونډه کښې په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژیم دې د سیمې د خلکو له زغم او صبر نه ناوړه استفاده نه کوي، زیاته کړه: ایران د عراق، سوریې او لبنان د ولسونو د روا دفاع له حقه ملاتړ کوي.
ربیعي صهیونیسټي رژيم ته د لبنان د حزب ا... د عمومي منشي سید حسن نصر ا... خبرداری، تیري ګرو ته یو پریکنده پيغام وباله او څرګنده یې کړه: صهیونیسټي رژیم په وروستیو میاشتو کښې په ډیرې سپین سترګۍ سره د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کړې ده.
د ایران د حکومت ویاند د عراق د الحشد الشعبي ځواک په مرکزونو باندې د صهیونیسټي رژيم د بې پایلټه الوتکو د تیري په هکله هم څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت به د صهیونیسټي رژیم له تیریو سره د مقابلې لپاره له عراقیانو سره له هیڅ ډول مرستې ډډه ونه کړي.
ربیعي د ګریس-۱ په نامه د ایراني تیل وړونکې کشتۍ وضعیت ته په اشارې سره هم وویل چې ایران د دغې کشتۍ تیل خرڅ کړې دي او اوس د تیلو اخیستونکی او خاوند باید فیصله وکړي چې تیل چرته کوزوي.
هغه همداشان فرانسې ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر ته په اشارې سره وویل چې د محمد جواد ظریف د اووه ډلې په سرمشریزې پورې هیڅ اړه نه درلودله او د فرانسې په غوښتنه ترسره شوی دی.
د ایران د دولت ویاند ټینګار وکړ چې ایراني چارواکي له امریکايي چارواکو سره ملاقات ته هیڅ ګروهنه نه لري.