د ایران پوڅ به ددښمنانو ګستاخیوته کلک ځواب ورکړی
(last modified Sat, 31 Aug 2019 01:19:46 GMT )
Aug 31, 2019 05:49 Asia/Kabul
  • د ایران پوڅ به ددښمنانو ګستاخیوته کلک ځواب ورکړی

بلاخره دایران په اغیزشیندونکی ډیپلوماسۍ او دجبل الطارق سیمې د لوړې محکمې په فیصلې سره ، ګریس یک نومې دایران تیلی کشتۍ دریدا ختمه شوی او خپلې سمندری لارې ته بیرته ستنه شوې ده .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د اسلامی ایران دپوځ دمځکنی ځواک قواندان  سردار تورن جنرال کیومرث حیدری بیګا په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی  دښمنانو په تیرو لسیزو کې  په سیمې کې په تیریو سره   ایران ته  واردیدو نیّت درلود،خو  داسلامی ایران وسلوال ځواک په اقتدار سره  دښمنان په ایران له تیریو نهیلی کړی دی .

 داسلامی ایران دپوځ دمځکنی ځواک قوماندان  زیاته کړې ،  دایران  دملت په ضد ناځوانمردانه اقتصادی دباؤنه ، له اسلامی جمهوری نظام سره  دنړیوال استکبار  ددښمنۍ نښه ده ، خو  دغه دښمنی به  هیڅ نتیجه ورنکړی .

 سردار تورن جنرال  حیدری  دایرانی کشتۍ  سمندری غلا کول ،  د  ایران د ملت  له اقتداره  د نړیوال استکبار  د ویرې اووحشت  نښه اویو بزدلانه کار وبالۀ او وې وئیل ،  که  ا یرانۍ کشتۍ  دنړۍ  په هرځای کې ودریږی ،نو دایران وسلوال ځواک  ورسره ورته مقابله کوی او دد ښمنانو ګستاخۍ بې ځوابه نه پریږدی .

بلاخره  دایران په اغیزشیندونکی ډیپلوماسۍ  او دجبل الطارق سیمې د لوړې محکمې په فیصلې سره ،  ګریس یک نومې  دایران تیلی کشتۍ دریدا ختمه شوی او  خپلې سمندری لارې ته بیرته ستنه شوې ده .

 د ایران ګریس یک  نومې تیلی کشتۍ  چې اوس  د ایران په بیرغ سره  اوس  آدریّن  دریا  نومیږی ، دجولائی په څلومه نیټه  په جبل الطارق تنګی کې  د انګریز سمندری ځواک  په وسیله   دسورئې په ضد داروپائی اتحادئې د بندیزونو دخلاف ورزۍ  دبې اساسه پلمې سره  درول شوې ده .

 

ټیګونه