فرانس دایټمی موافقې دساتلولپاره له جرمنی اوانګلستان سره ملګرتیاکوی
ایران تر د ې ډمه په درو ګامونو کې دنړیوالې ایټمی موافقې د مادو اجرائی ژمنتیاوې کمې کړی او یو ځل ئې بیا ټینګار کړی ،که ددغې نړیوالې ایټمی موافقې مقابل لوری په تیره بیا اروپائی هیوادونو پر خپلو کړو ژمنتیاؤ عمل وکړ نو ایران به بیرته خپلې ژمنې په ورته اندازې اجرا کړی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ په ملګروملتو کې د فرانسې د ایمی سفیر او استازی نیکولاس ډو ریوایّر پرون په یولړ څرګندونو کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې پر اهمیّټ په ټینګار سره وئیلی دی ، فرانس د جرمنی اوانګلستان ترڅنګ ډیره هڅه کوی څو جامعه نړیواله ایټمی موافقه اجرائی او پخپل ځای وساتل شی .
جرمنی ،بریتانیا اوفرانسې له نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا دغیر قانونی وتلو وروسته ژمنه کړې چې دایران د اقتصادی ګټو په تضمینولو سره دغه نړیواله ایټمی موافقه ساتی ، دغو هیوادونو د امریکا ددغه یو اړخیز اقدام په وړاندې دخولې اوسیاسی مقاومتونو سره سره ، تر دې دمه ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو لپاره د ورکړل شوو ژمنو په عملی کولو کې څه خاص ګام نه دی پورته کړی .
دایران اسلامی جمهوریت د مئ په اتمه نیټه چې له نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا د یواړخیزې وتنې یوکال پوره شوی ، او له نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا دوتلو داقتصادی اړخونو او تاوانونو د جبرانولو لپاره د اروپا د وړاندیزی لارو چارو دناکارندوالی له ثابیتیدو وروسته د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ۲۶ او ۳۶مادو په اساس دخپلو اجرائی ژمنو ځینی برخې وځنډولې . ایران تر د ې ډمه په درو ګامونو کې دنړیوالې ایټمی موافقې د مادو اجرائی ژمنتیاوې کمې کړی او یو ځل ئې بیا ټینګار کړی ،که ددغې نړیوالې ایټمی موافقې مقابل لوری په تیره بیا اروپائی هیوادونو پر خپلو کړو ژمنتیاؤ عمل وکړ نو ایران به بیرته خپلې ژمنې په ورته اندازې اجرا کړی .