ایران په والي بال کښې قطر ته هم سخته ماتې ورکړه
د ایران د والي بال ملي ټیم د آسیا د اتلولۍ د سیالیو په دویمه ورځ د قطر ملي لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړه.
د ایران د والي بال ملي لوبډلې په تهران کښې د روان ۲۰۱۹ کال د سړیو په ایشین چیمپئن سیالیو کښې په خپله دویمه لوبه کښې چې د قطر د ملي ټیم په وړاندې یې وکړه، دغه سیالي پرله پسې د دریو سټونو په ګټلو سره په خپل نوم کړه.
د ایران د والي بال ملي ټیم د دې سیالۍ په ګټلو او د ایشین چیمپئن سیالیو په اتو غوره ټیمونو کښې په شاملیدو یعنې (Super 8) مرحلې ته په رسیدو سره، د ټوکیو د ۲۰۲۰ کال د اولمپک په انتخابي سیالیو کښې د شتون پیدا کولو اجازه هم ترلاسه کړه.
د ایران د والي بال ملي ټیم وړمه ورځ په خپل وړومبي میچ کښې د سري لنکا ملي لوبډلې ته هم درې پر صفر ماتې ورکړې وه او نن به خپله دریمه سیالي له آسټریلیا سره کوي.