ولسمشر روحاني د آسیا د اتلولی لپاره د والیبال د ملي ټیم د بریا مبارکي وویله
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې په ایشین چیمپئن سیالیو کښې د ایران د والي بال د ملي لوبډلې د اتلولۍ مبارکي ورکړه.
حسن روحاني د ایران د والیبال د ملي ټیم د ټولو لوبغاړو، مربیانو یا کوچ او نورو ټولو کارکونکو په قدرونې سره دغه بریا د ایران په سپورټي ویاړونو کښې یوه بله زرینه پاڼه وبلله.
د ویلو ده چې د ایران والیبال ملي ټیم پرون مازیګر د آسیا د اتلولۍ (ایشیئن چیمپین) سیالیو په وروستۍ او فائنل لوبه کښې د آسټریلیا مقابله وکړه او درې پر صفر نتیجې سره یې دغه لوبه وګټله او په دریم ځل د آسیا اتل شو.
د ویلو ده چې د آسیا د سړیو د والیبال د سیالیو شلم پړاؤ د ستمبر له دیارلسمې نیټې څخه د تهران په کوربه توب پیل شوی و او پرون پاې ته ورسیده.
د جاپان ملي ټیم هم سویلي کوریا ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو د زیړو میډل وګټه.