له ایران سره د دښمنۍ په تاریخ کښې د امریکې اوسنی یوازې توب بې مخینې دی
(last modified Mon, 23 Sep 2019 07:59:09 GMT )
Sep 23, 2019 12:29 Asia/Kabul
  • له ایران سره د دښمنۍ په تاریخ کښې د امریکې اوسنی یوازې توب بې مخینې دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له ایران سره د دښمنۍ په ټول تاریخ کښې نن سبا د امریکې یوازې پاتې کیدل او ګوښه توب بې مخینې وباله.

حسن روحاني نن د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په څلور اویایمه غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته له روانیدو مخکښې د تهران په مهر آباد هوايي ډګر کښې خبریالانو ته وویل: نن سبا په ایټمي موافقه کښې د ایران د ژمنو د کمولو په مسئله کښې د نړۍ د هیوادونو پریکنده اکثریت امریکا غندي او حتی د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د موضوع د مطرح کولو لپاره د واشنګټن غوښتنې ته هم هیڅ پام نه کوي.

ولسمشر روحاني د ایران د ولس خلاف ظالمانه بندیزونه د امریکایانو د ناکامۍ نښه وبلله او څرګنده یې کړه: د ایران ولس د دښمنانو او د هغوي د بندیزونو په وړاندې په پوره قدرت سره اودریدلی دی.

د اسلامي ایران ولسمشر د آرامکو په تیلي تاسیساتو باندې د حملې په لړ کښې د ایران خلاف د امریکې د تورونو په هکله هم وویل: امریکا غواړي چې سیمه په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راولي او د عربستان د ختیځې سیمې د ټولو تیلو اختیار ولري.

روحاني هم داشان د هرمز د صلحې طرحې ته په اشارې سره چې ټاکل شوې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې یې تشریح کړي، وویل: دا طرحه به نړیوالو ته ووايي چې ایران په سیمه کښې د یوې اوږمهاله صلحې په لټه کښې دی.

 

ټیګونه