د ایټمي موافقې ټول لوري دې خپلو برجامي ژمنو ته راستانه شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر: ټول باید په ایټمي موافقه کښې خپلو کړو ژمنو ته ورستانه شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ګډون په موخه نیویارک ته تلی دی، وویل: ټول باید په ایټمي موافقه کښې خپلو کړو ژمنو ته ورستانه شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني په نیویارک کښې د ایټمي موافقې په وړاندې خپلو ژمنو ته د ټولو لورو په ستنیدو باندې په ټینګار سره وویل: له برجامه د امریکې وتل د ایران خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو او راپارونکو اقداماتو او هم داشان په فارس خلیج سیمه کښې د شخړې د زیاتیدو اصلي سبب دی.
روحاني وویل چې د ملګرو ملتو په غونډه کښې به په سیمه کښې د صلحې د ټینګښت او په فارس خلیج او مینځني ختیځ کښې د هر ډول بهرنی لاسوهنې د ختمیدو د ضرورت پيغام به منتقل کړي او د اقتصادی جنګ تر سخت دباؤ لاندې د ایراني ولس پیغام به نړیوالې ټولنې ته ورسوي.
هغه زیاته کړه چې د ټولو دباؤنو او ګواښونو سره سره د ایران ولس د مقاومت او اودریدنې ولس دی.