تر بندیز لاندې مذاکرې ته د ایران ځواب "نه" دی
ولسمشر روحاني: لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ویلې دي، د خبرواترو لپاره یوازنۍ لاره خپلو ژمنو ته راستنیدل او د بندیزونو ختمول دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران حکومت او ولس یو نیم کال د ډیرو سختو بندیزونو په وړاندې اودریدلی دی، وویل: ایران به هیڅکله له هغه دښمن سره خبرې اترې ونه کړي چې غواړي د بې وزلۍ، بندیز او نړیوالې شُوکمارۍ په وسلې سره زمونږ هیواد تسلیمیدو ته مجبور کړي.
ولسمشر حسن روحاني پرون په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په څلور اویایمې کلیزې غونډې کښې په دې خبرې سره چې ایران، له ایټمي موافقې د امریکې له وتلو او د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې د اروپایانو له لوظ ماتونو سره سره هم هغه شان د خپلو ایټمي ژمنو اجرا ته وفادار پاتې شوی، زیاته کړه: ټولو ته ثابته شوې ده چې امریکا له خپلو ژمنو مخ اړوي او اروپا د خپلې لوظونو په پوره کولو کښې ناتوانه ده.
هغه څرګنده کړه: لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ویلې دي، د خبرواترو لپاره یوازنۍ لاره خپلو ژمنو ته راستنیدل او د بندیزونو ختمول دي.
د اسلامي اران ولسمشر هم داشان دې ته په اشارې سره چې لویدیځه آسیا د جنګ، وینه بهیدنې، تیري ګرۍ، نیواکګرۍ او د مذهبي او فرقه ایزو تعصباتو او افراط پالنې په اور کښې سوزي او د دا ډول حالاتو ترټولو ستر قرباني د فلسطین مظلوم ولس دی، څرګنده کړه: د پیړۍ د معاملې، د صهیونیسټي رژيم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د ټاکلو او په نورو نیواکي ټاټوبي کښې د جولان غونډیو د شاملولو په شان تپل شوي امریکايي او صهیونیسټي پلانونه، خامخا په ماتې محکوم دی.
د اسلامي ایران ولسمشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د عربستان امنیت، د پردیو په وربللو سره نه بلکې پر یمن د تیري په ختمولو سره ترلاسه کیږي، وویل: ایران چمتو دی چې د صلحې لپاره خپل ټول ملي توان، سیمه ایز اعتبار او نړیوال اقتدار وکاروي.
ولسمشر روحاني په فارس خلیج او هرمز اوبلارې کښې د امنیت، صلحې، ثبات او پرمختګ ساتل د ایران تاریخي مسئولیت وباله او هغه ټول هیوادونه یې چې د فارس خلیج او هرمز تنګي له بدلونونو اغیزمنیږي، د (هیلې ائتلاف) یا HOPE په نامه د (هرمز د صلحې په نوښت) Hormoz Peace Endeavor کښې شاملیدو ته راوبلل.