تاریخ به د ایراني ولس خلاف د امریکې د جنایتونو او د ملګرو ملتو د چپتیا شرم یاد ساتي
(last modified Thu, 26 Sep 2019 03:09:12 GMT )
Sep 26, 2019 07:39 Asia/Kabul
  • تاریخ به د ایراني ولس خلاف د امریکې د جنایتونو او د ملګرو ملتو د چپتیا شرم یاد ساتي

د ایران ولسمشر د ملګرو ملتو سرمنشي ته: ایرانیان به د تیرو ستونزو په شان له دې مشکلاتو هم تیر شي خو د ایران د ولس خلاف د امریکې د جنایتونو او په وړاندې یې د ملګرو ملتو چپتیا به په تاریخ کښې پاتې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون په نیویارک کښې د ملګرو ملتو له سرمنشي انټونیو ګوتریش سره په کتنه کښې د ایراني ولس خلاف د امریکې د حکومت د اقتصادی ترهګرۍ په وړاندې د دغه سازمان په چپتیا او بې عملۍ باندې نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه: ایرانیان به د تیرو ستونزو په شان له دې مشکلاتو هم تیر شي خو د ایران د ولس خلاف د امریکې د جنایتونو او په وړاندې یې د ملګرو ملتو چپتیا به په تاریخ کښې پاتې شي.

ولسمشر حسن روحاني په دغه ملاقات کښې هم داشان د سیمې کمزوري حالت ته په اشارې سره وویل: نن سبا فلسطین له سختو حالاتو سره مخ دی او صهیونیسټي رژیم هره ورځ په فلسطین، سوریې، لبنان او عراق باندې تیري کوي او ملګرو ملتو د دې جنایتونو په وړاندې خوله ګنډلې ده.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دا رویه باید بدله شي، له ملګرو ملتو وغوښتل چې د صهیونیسټي رژيم د تیریو او جنایتونو په وړاندې غلې پاتې نه شي.

په دغه کتنه کښې د ملګرو ملتو سرمنشي هم د سوریې په لړ کښې د ایران د رغنده دریځونو او د سوریې د اساسي قانون د کمیټې د جوړولو او د آستانه بهیر له پرمختګ سره د مرستې په لړ کښې د دغه هیواد په چارو کښې له خپل ځانګړي استازي ګیر پډرسن سره د ایران د اغیزناکې مرستې په قدرونې سره وویل: په یمن کښې هم د صلحې په لړ کښې ښه پرمختګونه شوې دي.

هغه همداشان وویل چې برجام یوه نړیواله موافقه او د امنیت شورا د پریکړه لیک یوه برخه ده او دا سازمان ترې بشپړ ملاتړ کوي.

 

ټیګونه