روحانی وویل امریکا د خبرو اترو خنډ ده
ښاغلی روحانی زیاته کړه ایران د بایکاټ او دزیات دباو په زهرجنې فضا کی حتی د ۵+۱ ډلې په چوکاټ کی هم خبرې اترې نه کوی .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کی له ګډون او وینا وروسته په تهران کی د خبریالانو په ټول کی د دې خبرې په کولو سره چی ایران د منطق او هغو دلیلونو په خاطر چی لری یې ، له خبرو اترو ویره نلری او نه تښتی ، وویل امریکا د خبرو اترو اصلی خنډ ده .
ښاغلی روحانی زیاته کړه ایران د بایکاټ او دزیات دباو په زهرجنې فضا کی حتی د ۵+۱ ډلې په چوکاټ کی هم خبرې اترې نه کوی .
ښاغلی روحانی د ملګرو ملتو د غونډې په ترڅ کی د بیلا بیلو هیوادونو له چارواکو سره پراخو کتنو ته په اشارط سره زیاته کړه هیڅ کس او هیڅ چارواکی نشته چی له ایټمی موافقې د امریکا وتل او ایران پرضد دباو او بایکاټ ونه غندی او هغو ټولو له ایټمی موافقې د امریکا وتل غلط او ناسم کار بللې دی .
ښاغلی روحانی ټینګار وکړ د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په ترڅ کی بیلا بیلو لورو ته وویل شول چی ایران په زهرجنې فضا کی خبرې اترې نه کوی .