انګلستان د ایران ملت بانک ته کابویو نیم میلیارډپوندګرَمه ورکړه
(last modified Sat, 05 Oct 2019 00:54:08 GMT )
Oct 05, 2019 05:24 Asia/Kabul
  •   انګلستان د ایران ملت بانک ته کابویو نیم میلیارډپوندګرَمه ورکړه

د ایران ملت بانک ددغه هیواد په مالی برخې کې دخپلو بانکونو دفعالیتونو دمنع کیدا په دلیل پرې شکایت وکړ او په نهایت کې په ۲۰۱۳کال کې د انګلستان سترې محکمې د ایران د ملت بانک په ګټه فیصله وکړه او وې وئیل چې دغه بندیز غیر قانونی دی . چې بلاخره ئې هم د خپلو غیر قانونی اقداماتو په نتیجې کې ئې کابو یو نیم میلیارډ پونډه ګرَمه د ایران ملت بانک ته ورکړه

 ایرنا خبری آ ژانس راپورورکړ  په لندن کې د اسلامی ایران سفیر حمید بعیدی نژاد  پرون په خپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی د انګلستان د سترې محکمې  فیصله او د ایران ملت بانک ته  د انګلستان دخزانې وزارت له خوا دګرَمې  ورکول   د ایران  لپاره یو ستر حقوقی بریالیتوب بللی دی .

بعیدی نژاد  وئیلی دی ،  دایران ملت بانک ته د  انګریز حکومت  د ګرَمې ورکول  چې  د محکمې د څلور میاشتې مخکې فیصلې په  اساس  باید دغه بانک ته ورکړل شوی وائ ، بانک ته سپارل شوی دی .

Image Caption

 

په انګلستان کې د ایران سفیر زیاته کړې دغه ګرَمه  د انګلستان د  محکمې د فیصلې په اساس  او دهغو بندیزونو دغیر قانونی کیدا په علت  دی چې  د انګلستان خزانې وزارت  له ۲۰۰۹کال راهسې  د ایران د ملت بانک په ضد  د څوکلونو لپاره لګولی  وو .

 د انګلستان خزانې وزارت  په ۲۰۰۹کال کې  د ایران ملت بانک باندې   دایران  د ایټمی  فعالیتونو په پروګرام کې دګډون   په علت بندیزونه لګولی  وو .

 په دغه اقدام پسې  د ایران  ملت بانک    ددغه هیواد په مالی برخې کې  دخپلو بانکونو  دفعالیتونو دمنع کیدا په دلیل پرې شکایت وکړ او په نهایت کې  په ۲۰۱۳کال کې  د انګلستان سترې محکمې  د ایران د ملت بانک په ګټه فیصله وکړه او وې وئیل چې  دغه بندیز غیر قانونی دی . چې بلاخره ئې  هم د خپلو غیر قانونی اقداماتو په نتیجې کې ئې کابو یو نیم میلیارډ پونډه ګرَمه د ایران ملت بانک ته  ورکړه

 

ټیګونه