د ایران د فټ بال ملي ټيم د کامبوج ټیم ته په ۱۴ ګولونو ماتې ورکړه
Oct 11, 2019 07:31 Asia/Kabul
د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال د نړیوال کپ په مقدماتي پړاؤ کښې د کامبوج ټیم ته د صفر په بدل کښې په څوارلسو ګولونو ماتې ورکړه.
د قطر د ۲۰۲۲ کال د فټبال د نړیوال کپ د ابتدايي سیالیو په لړ کښې د ایران د ملي لوبډلې پرون مازیګر د تهران په آزادي سټيډیم کښې د کامبوج له ملي ټیم سره لوبه وکړه.
دغه لوبه د صفر په مقابل کښې په ۱۴ ګولونو سره د ایران په ګټه ختمه شوه. په دې ګټات سره د ایران د فوټبال ملي ټیم په شپږو پوائنټونو سره د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام په ابتدايي مرحله کښې د C ډلې وړومبنی ټیم شو.
دا د کامبوج د فوټبال د ملي ټیم د تاریخ ترټولو درنه ماتې ده.
د دې سیالیو په لړ کښې به د ایران دریمه لوبه د اکتوبر په پنځلسمه نیټه د بحرین په پلازمینې منامه کښې هم د دغه هیواد خلاف ترسره شي.