په جنيوا کښې د آستانې د بهير د غړيو هېوادونو د خارجه وزيرانو درې اړخيزه غونډه
د آستانې د بهير د غړيو هېوادونو درې اړخيزه غونډه بېګا د ايران د اسلامي جمهوريت، روسيې او ترکيې د خارجه وزيرانو په ګډون سره د سوئيزرلېنډ په جنيوا کښې جوړه شوه.
د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف ، روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف او د ترکيې خارجه وزير مولود چاووش اوغلو په دغه غونډه کښې د سوريې د اساسي قانون د کمېټۍ د جوړېدو په باره کښې بحث او د نظر تبادله وکړه.
د سوريې د اساسي قانون د کمېټۍ وړومبنۍ غونډه به نن د سوئزرلېنډ په جنيوا ښار کښې جوړه شي.
د سوريې د اساسي قانون د کمېټۍ د تشکيل آئيډيا د ملي خبرو اترو د کنګرې په غونډه کښې په وړومبي ځل مطرح شوه.
د سوريې د ملي خبرو اترو کنګره د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په نهويشتمه او دېرشمه نېټه د روسيې په سوچي ښار کښې ترسره شوه.
د سوريې د ملي خبرو اترو د کنګرې د جوړولو په اړه موافقه په روسيې کښې د آستانې د بهير د ضامنو هېوادونو د ايران د اسلامي جمهوريت، روسيې او ترکيې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په سرمشريزه غونډه کښې ترلاسه شوه.