ایرانیان به هیڅ کله زور ته تسلیم نه شي
ظریف: که امریکا حتی د ایران په ټولو سړیو، ښځو او ماشومانو باندې بندیز ولګوي هغوي به بیا هم زور وینې او بدماشۍ ته تسلیم نه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد خلاف د امریکې نویو بندیزونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې امریکا حتی که د ایران په ټولو سړیو، ښځو او ماشومانو باندې بندیز ولګوي هغوي به بیا هم زور وینې او بدماشۍ ته تسلیم نه شي.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: د ایران د ودانۍ جوړونې (کنسټرکشن) د برخې د کارکونکو خلاف د امریکې اقتصادي ترهګري یوازې د واشنګټن د زیات نه زیات دباؤ د سیاست د ماتې بیانونکې ده.
ظریف زیاته کړه چې امریکا دې د ځان د لا زیات ګیرولو پر ځاې، له خپلو ماته خوړولو سیاستونو لاس واخلي او ایټمي موافقې ته دې راستنه شي.
د ویلو ده چې د امریکې خارجه وزارت د ایران خلاف د اقتصادي ترهګرۍ د سختولو په لړ کښې تیره پنجشنبه د ایران د عمران د برخې او په ایټمي فعالیتونو پورې د اړوندو موادو خلاف یوړ نوې بندیزونه ولګول.