له امریکا سره خبرې اترې هیڅ نتیجه نه لری
نن سبا په الهی فضل سره او د وطن دځوانانو په همت سره ،تر دوه زره کلومیټرو پورې په واټن لګیدونکی دقیق توغندی لرو، چې په هر شیشت باندې تر یوازې یوه میټر په تیروتنې سره لګیدلی شی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای له نړیوال استکبار سره د مبارزې دملی ورځې یعنی د لړم د میاشتې د دیارلسمې په درشل کې نن د درست هیواد د زرګونو محصیلینو اوزده کونکو په ټول کې وفرمائیل ؛ له امریکایانو سره به دخبرواترو هیڅ نتیجه ترلاسه نشی ،ځکه چې دوی به یقینا او په پریکنده توګه هیڅ امتیاز ورنکړی .
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای همداراز وفرمائیل ؛مقابل لوری، د خبرواترو میز ته دایرانیو چارواکو کیښناستل،د اسلامی ایران د په ګونډو کولو په معنا ګڼی او پر خبرواترو له ټینګاره دا موخه تعقیبوی چې نړیوالو ته ووائی ، بلاخره لازیات دباؤ او بندیزونو نتیجه ورکړه او ایرانیان ئې په ګونډو کړل .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود پر ایران دامریکایانو د بیا سلطې او بیرته سیاسی نفوذ د لارې خنډکیدل ، د واشنګټن د واکوالانو د دسیسو په مقابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت ترټولو مهم ځواب وبالۀ او روښانه ئې کړه ، له امریکا سره له خبروبیا بیا منع کول ، ایران ته د هغوی د راتلو د لارې دبندولو یو مهم آوزار دی .
حضرت آ یت ا... ا لعظمی سید علی خامنه ای ، له امریکا سره د شمالی کوریا او کیوبا د بې نتیجې خبرواترو په څیر تجروبې درس ښونکی وبللې او وې وئیل؛ د امریکا او شمالی کوریا مسئولانو متقابلا له یوه بل سره جار قربان هم ووئیل ، خو په نهایت کې امریکایانو په خبرواترو کې د خپلو اصولو په اساس ، یوه زره بندیزونه هم کم نه کړل او هیڅ امتیاز ئې ورنکړ .
دوی همداراز د فرانسې د حکومت ټینګار او واسطه جوړونې ته په اشارې سره ووئیل ، دفرانسې ولسمشر له ټرمپ سره یو ځل لیده کاته ، د ایران د درستو مشکلاتو حل بللی ؤ چې باید ووایو ، دغه کس یا خو ډیر ساده دی او یا هم د امریکایانو ملګری دی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې له ایرانه دامریکا د غوښتنو او توقعاتو دختمیدا حد ترکمه دی ، ووئیل ، د امریکاغوښتنې هیڅکله هم نه ختمیږی . داسلامی انقلاب معظم لارښود همدرااز د ایران دتوغندوی دفاعی قدرت دحذفولو یا محدودولو لپاره د امریکا بې نتیجې هلوځلو ته په اشارې سره وفرمائیل ؛ نن سبا په الهی فضل سره او د وطن دځوانانو په همت سره ،تر دوه زره کلومیټرو پورې په واټن لګیدونکی دقیق توغندی لرو، چې په هر شیشت باندې تر یوازې یوه میټر په تیروتنې سره لګیدلی شی .