کربلا کښې د ایران په کنسولګرۍ حمله شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85661-کربلا_کښې_د_ایران_په_کنسولګرۍ_حمله_شوې_ده
د عراق په مرکز کربلا ښار کښې بیګا نامعلومو کسانو د ایران د اسلامي جمهوریت په قونصلیټ باندې برید کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2019 01:59 Asia/Kabul
  • کربلا کښې د ایران په کنسولګرۍ حمله شوې ده

د عراق په مرکز کربلا ښار کښې بیګا نامعلومو کسانو د ایران د اسلامي جمهوریت په قونصلیټ باندې برید کړی دی.

العالم چینل خبر ورکړی چې په عراق کښې په بدو اقتصادي حالاتو باندې د اعتراض تر عنوان لاندې یوه ډله کسانو په کربلا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پر کونسلګرۍ حمله وکړه.

عراقي سرچینو ویلي چې له دغو کسانو سره د مقابلې لپاره د عراق د امنیتي ځواکونو څلور یونټونه په کربلا کښې د ایران د کنسولګرۍ په خواوشا کښې ځاې پرځاې شوې دي.

د ویلو ده چې په څو وروستیو ورځو کښې نامعلومو وسله والو په ځلونو د عراق په مختلفو ښارو کښې پر امنیتي ځواکونو او هم داشان حکومتي مرکزونو باندې حملې کړې دي.

عراقي چارواکو ویلې دي چې دا بریدونه د فتنې اچولو په موخه شوې دي.