د ایران د برجامی ژمنو د کمولو څلورم ګام اجرا پیل شوه
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی پرون د ایران د ایټمی موافقې د ژمنو د کمولو د څلورم ګام د اجرا په اعلانولو سره وویل د ایټمی موافقې ټول لوری باید پوهه شی چی ایران په یو اړخیزه توګه ایټمی موافقې ته پایبنده نشی پاتې کیدلې .
دایرنا له راپور سره سم د ایران د اټمی انرژۍ ادارې په یوې خبرتیا کی اعلان وکړ د ولسمشر او د ملی امنیت د لوړې شورا د حکم د اجرا په لړ کی نن دوه زره اته سوه کلوګرامه سلینډر چی دوه زره کلوګرامه هګزافلورایډ یورنیم ګاز لری ، د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټونکیو تر څارنې لاندې د فردو د بډایولو په کمپلیکس کی د خوړو ورکولو په هال کې کیښودل شو .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی پرون د ایران د ایټمی موافقې د ژمنو د کمولو د څلورم ګام د اجرا په اعلانولو سره وویل د ایټمی موافقې ټول لوری باید پوهه شی چی ایران په یو اړخیزه توګه ایټمی موافقې ته پایبنده نشی پاتې کیدلې .
روحانی ټینګار وکړ د ایران څلورم ګام هم د تیرو دریو ګامونو په شان ستنیدونکې دې او که د برجام ټول لوری خپلو ژمنو ته ستنه شی نو اسلامی ایران به هم خپلې ژمنې اجرا کړی .
د ۲۰۱۸ میلادی کال د می په اتمه نیټه امریکا په یو اړخیزه توګه له ایټمی موافقې ووتله .