د اکو وړتیاوې باید د اقتصادي غږملتیا لپاره وکارولې شي
(last modified Sat, 09 Nov 2019 12:07:26 GMT )
Nov 09, 2019 16:37 Asia/Kabul
  • د اکو وړتیاوې باید د اقتصادي غږملتیا لپاره وکارولې شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د اقتصادي ملګرتیا سازمان له ظرفیتونو په دې سیمه کښې د غږملتیا لپاره ګټه پورته شي، وویل: د اکو د سیمې دننه بشپړونکي ترتیبات باید عملیاتي شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د اقتصادي ملګرتیا سازمان له ظرفیتونو په دې سیمه کښې د غږملتیا لپاره ګټه پورته شي، وویل: د اکو د سیمې دننه بشپړونکي ترتیبات باید عملیاتي شي.

محمد جواد ظریف نن د ترکیې په انتالیا ښار کښې د اکو ECO د وزیرانو شورا په څلرویشتمه غونډه کښې زیاته کړه: اکو د نیم میلیارډ کسیزو نفوسو، غوره جغرافیايي موقعیت، د انرجۍ او معدونونو د پراخو سرچینو، پرمختللي انساني ځواک، ستر تجاري بازار او د کلتوري او تاریخي نزدیکتونو په لرلو سره د ولسونو ترمینځ په څواړخیزې ملګرتیا کښې د بریالیتوب لپاره د اړتیا وړ ټولو خصوصیات خاوند دی.

ښاغلي ظریف د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د دښمنانو بندیزونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: له هغو ټولو سختیو سره سره چې د ایران خلک یې د اقتصادي ترهګرۍ او د یواړخیزو غلیمانه او ظالمانه اقداماتو په وختو کښې تجربه کوي، تهران له اکو سره خپلو ژمنو او هم داشان خپلو پروګرامونو او طرحو ته دوام ورکوي.

 

ټیګونه