ظریف په صهیونیسټي رژيم باندې د اوربند په ورتپلو کښې د کامیابۍ مبارکي وویله
(last modified Mon, 18 Nov 2019 03:04:47 GMT )
Nov 18, 2019 07:34 Asia/Kabul
  • ظریف په صهیونیسټي رژيم باندې د اوربند په ورتپلو کښې د کامیابۍ مبارکي وویله

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر صهیونیسټي رژيم د اوربند په ورمنلو کښې د بریالیتوب په وجه د فلسطین خلکو او مقاومت ته مبارکي ورکړه.

محمد جواد ظریف پرون د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ مشر زیاد النخاله سره په ټیلیفوني خبرو کښې د فلسطین د خلکو خلاف په تیره بیا په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټي رژيم وروستۍ تیري ګرۍ وغندلې.

د ویلو ده چې اسلامي جهاد غورځنګ تیره چارشنبه له اسرائیلو سره د اوربند منلو لپاره یولړ شرطونه ټاکلې وو چې په کښې د وژلو بندیدل، د غزې پولو ته نزدې د ستنیدو د حق په لاریون باندې د حملو ودریدل او د غزې د محاصرې په اوچتولو پورې اړوندو تفاهمونو باندې د اسرائیلو د پابندۍ شرطونه شامل دي چې صهیونیسټي رژيم د دغو شرطونو منلو ته مجبور شو.

 

ټیګونه