د ایران له خلکو د امریکایی چارواکو د ملاتړ اعلان شرمونکی دروغ دی
(last modified Tue, 19 Nov 2019 01:30:57 GMT )
Nov 19, 2019 06:00 Asia/Kabul
  • د ایران له خلکو د امریکایی چارواکو د ملاتړ اعلان شرمونکی دروغ دی

ښاغلی محمد جواد ظریف وویل قانونی اعتراض د ایران د خلکو حق دې چی د اسلامی ایران په اساسی قانون کی په رسمیت پیژندل شوی دی او د هغو رژیمونو د غرضی ملاتړ او یادونې ضرورت نشته چی رسمی هدف یې د اقتصادی دباو حتی په ایرانی ښاریزو د خوړو او درملوپه حوزه کی د فشار له لارې د خپلو ناروا غوښتنو اجرا ته د ایران مجبورول اعلان کړی دی .

د اسلامی ایران  خارجه وزیر ښاغلی ظریف د ایران له خلکو د امریکایی چارواکو د ملاتړ اعلان شرمونکی دروغ وبلل او ویې ویل هغه رژیم چی د اقتصادی ترهه ګرۍ په اعمالولو سره د ایران خلکو ته د خوړو او درملو د رسیدا خنډ کیږی ، هیڅکله د ایران له خلکو د ملاتړ شرمونکی ادعا نشی کولې .

ښاغلی محمد جواد ظریف وویل قانونی اعتراض د ایران د خلکو حق دې  چی د اسلامی ایران په اساسی قانون کی په رسمیت پیژندل شوی دی او د هغو رژیمونو د غرضی ملاتړ او یادونې ضرورت نشته چی رسمی هدف یې د اقتصادی دباو حتی په ایرانی ښاریزو د خوړو او درملوپه حوزه کی د فشار له لارې د خپلو ناروا غوښتنو اجرا ته د ایران مجبورول اعلان کړی دی .

ظریف زیاته کړه دامریکا د خارجه وزیر پمپیو په شمول امریکایی چارواکی  لومړې باید د یارانی اولس په شمول د بشریت پرضد د خپلو جنایتونو او د اعلان شویو ترهه ګرو اقداماتو ځواب ووایی . ښاغلی ظریف د جرمنی او فرانسې هیوادونو ته هم په خطاب کی وویل هغه هیوادونه چی ندی توانیدلی د امریکا د اقتصادی ترهه ګرۍ په وړاندی له ځانه هیڅ اراده  او توان وښی او اوس د خپلې بې وسۍ د پټولو لپاره له بلوې او د عمومی نظم له ګډوډلو خپل سیاسی او میدانی ملاتړ اعلانوی ، د خپلو ټولو خطرناکو خوځښتونو پایلو مسولیت به پرغاړه ولری .

 

په ایران کی د تیلو د بیې د اصلاح د طرحې په اجرا سره  د ایران په ځینو ښارونو کی تیت پرک اعتراضونه وشول  او د خلکو ځینې سوله ایزې مظاهرې د ځینو شرغواړو او بدماشانو په ناوړې استفادې سره بې لارې شوې .

 

ټیګونه