له امریکې به د ایران د امنیت د ساتونکو شهیدانو د وینې غچ واخیستی شي
د ایران د سپاه پاسداران مشر قومندان: د ایران د امنیت د مدافع شهیدانو د وینې بدل به له استکبار، امریکې او د هغو له لاس پوڅو واخیستل شي.
د ایرنا خبري آژانس په لیکنه جنرال حسین سلامي پرون مازیګر په وروستیو غلبلیو کښې د امنیت د ساتونکي شهید مرتضی ابراهیمي کور ته په ورتګ سره د دغه شهید له کورنۍ سره وکتل. سردار سلامي وویل: نړیوال استکبار په ایران کښې د وروستیو ګډوډیو اصلي پلانونکی و.
د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک مشر قومندان ټينګار وکړ چې له امریکې، اسرائيلو او د هغوي له کورنیو تالي څټو به د امنیت د مدافع شهیدانو د وینې غچ خامخا اخلو.
سردار سلامي په ایران کښې د امنیت د ساتونکو مظلومیته ته اشاره وکړه او ویې ویل: کومو کسانو چې په دې جنایتونو کښې لاس لرلی، د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو له ادارې په امان کښې نه دي.
د ویلو ده چې د امام حسین په نامه کنډکونو غړی مرتضی ابراهیمي په وروستیو ګډوډیو او شخړو کښې د تهران ولایت په ملارد ولسوالۍ کښې شهید شوی و.