دښمانان باید د ایران له سرې کرښې تیر نشی
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامی دښمانانو ته په خبرداری سره وویل د ایران له سرو کرښې تیر نشی .
هغه نن په تهران کښې د دوه نوی زره(۹۲۰۰۰) بسیجی شهیدانو په غونډې کښې ټینګار وکړ که چیرې دښمن وغواړی کوم حرکت وکړی د ایران ملت به یې له مینځه یوسی .
د ایران دسپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامی په دې خبرې سره چې ملت ویښ او هوښیار دی او په وروستیو بلواو کښې یې په ښه ډول خپل صف له بلواګرو څخه جلا کړ وویل د ایران ملت په تیرو اونیو کښې استکبار په تیره بیا امریکا ته بل څپیړه ورکړه .
هغه دې ته په اشارې سره چې دښمانانو په وروستۍ فتنې کښې غوښتل د ایران له ملت څخه پرله پسې ماتی جبران کړی وویل دښمانانو غوښتل په ایران باندې زیات دباو ته له کورنۍ پیښې سره تړاو ورکړی خو د خلکو په هوښیارۍ سره ونه توانیدل .
د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامی په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران ملت د خپلو اسلامی او ملی ارزښتونو د دفاع لپاره څلویښت (۴۰) کاله مقاومت کړی دی وویل ایران په زړورتیا سره خپلې لارې ته دوام ورکوی او زر په ستر نړیوال قدرت بدلیږی .
هغه په دې خبرې سره چې اسلامی نړۍ په خپل ترټولو پیاوړی موقعیت کښې ده وویل نن سبا د سوریې او د عراق خلک د امریکا د صهیونیسټ رژیم او د سعودی عربستان په مقابل کښې ولاړ دی او د خپلواکۍ دفاع کوی .
حسین سلامی ټینګار وکړ د سیمې خلک امریکا څنګ ته او کوچنۍ کوی او سوکه سوکه د نړۍ د جغرافیې له صفحې څنګ ته کیږی .