جامعه نړیواله ایټمی موافقه،د امریکا سرزوریو ته داروپایانو تسلیمیدا
انګلستان ،فرانسه او جرمنی د چارشنبې په ورځې د ملګروملتو له سرمنشی آنتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې غوښتی پخپل نوی راپور کې دې د امنیت شورا له ۲۲۳۱پریکړه لیک سره د ایران ځینی توغندی ناغږمله اعلان کړی .
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر د ایران د توغندوی پروګرام په بابد اروپائی ټرائیکا د ادعا په غبرګون کېووئیل،کهدرې اروپائی هیوادونه په ډیر لږ نړیوالاعتبار پسې وی،نو بایدد امریکا سرزوریو ته تسلیمیدا په ځای دې دخپل حاکمیّت حق اعمال کړی .
انګلستان ،فرانسه او جرمنی د چارشنبې په ورځې د ملګروملتو له سرمنشی آنتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کېغوښتی پخپل نوی راپور کې دېد امنیت شورا له ۲۲۳۱پریکړه لیک سره د ایران ځینی توغندی ناغږمله اعلان کړی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون ناوخته پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی ،د ایران دتوغندوی پروګرام په باب امنیت شورا ته د اروپائی ټرائیکا نامې لیږدول ،په جامعې نړیوالې ا یټمی موافقې کې دخپلو ژمنو په لږترلږه اجرا کولو کې د هغوی پربې شرمې بې وسۍ دبرغولی کیښودلو لپاره بشپړدروغ دی .
د ملګروملتو سرمنشی ته د نړیوالې ایټمی موافقې د درو اروپائی هیوادونو لیک له دې وروسته استول شوی،چې د امریکا خارجه وزیر مائک پمپئو ، ایران د امریکا او اروپالپاره یوګډ چیلنج بللی دی . امریکا له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وتلو سره،هڅه کړې ،پر اروپائی هیوادونو په دباؤ زیاتولو او خپلو ژمنو ته د اروپائی ټرائیکا په ن ه پابند کولو سره دغه نړیواله ایټمی موافقه بې خاصیته کړی .
د ایران د نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس د ژمنتیاؤ دکمونکو ګامونو د دوام په وړاندې د دړکو او ګواښلو د میکانزم دکارولو لپاره د اروپائی ټرائیکا خبرداری او اوس د ایران د توغندوی پروګرام په وړاندې د هغوی دریځ نیونه ،دامریکا د سرزورۍ په وړاندې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ددفاع لپاره دخپل حاکمیّت د حق او ارادې د اعمالولو لپاره د اروپائی هیوادنو د بې وسۍ ښودنه کوی .
د ملګروملتو د امنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې پشتوانه او ملاتړ دی او په د غه نړیوال اورګان کې ئې په تصویبیدا سره عملا د ۱۹۲۹پریکړه لیک پشمول چې دایران توغندوی موضوع ئې سپړلې ده ، د ایران په ضد مخکینی شپږ پریکړه لیکونه ختم شوی دی . اوس د امنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک په نړیوال ډګر کې یو باؤری پریکړه لیک دی او دغه پریکړه لیک هم دایران له توغندیو سره هیڅ ارتباط هم نه لری ، ځکه اساسا د ایران بالیسټک توغندی نه جوړوی .
د اروپا پلمو جوړول او په داسې وخت کې د ا یران د توغندوی پروګرام د موضوع مطرح کول چې ددغې څو اړخیزې نړیوالې ایټمی موافقې ژغورل، په دغې موافقې کې په خپلو ژمنو باندې په عمل کولو کې د اروپایانو له اقدام سره تړلی دی،د اروپائی لوری پر بې وسۍد بوغولی د کیښودلونښه ده.
دملګروملتو دامنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک د ایران دتوغندوی پروګرام نه محدودوی .په دفاعی ډګر کې ځای توانمنۍ د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعی قدرت دوه چنده کړی دی .په دفاعی ډګر کې د ایران پر خپلو پښو دریدا،د ایران د اسلامی جمهوریت امنیت ډاډمن کړی دی .
په همدې زمینې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوی درستیز سردار تورن جنرال محمد باقری د پنجشنبې په ورځې د وسلوال ځواک سره دارتباط دمدیریّت د لومړنی ګائیډیډ سسټم دمخ کتنې د دستورو په څنډې کې وئیلی دی ،دفاعی بریاؤ ، د ایران لپاره تل پاتې دفاع ، امنیت ، کارنده دفاعی توانمنۍ او اقتدار ډالۍ کړی دی .
د اسلامی ایران دفاعی او توغندوی قدرت له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې یوه جلا موضوع د ه او اروپائی ټرائیکا له دغې نړیوالې موافقې د بهر مسئلو په مطرح کولو سره یوازې خپل نړیوال باؤر له مینځه وړی،ځکه چې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه د امریکا په وتلو سره،اروپائی لوری نه دی توانیدلی او یا ئې نه غوښتل،د نړیوالې ډیپلوماسۍ د بریا دفاع و کړی او عملا د ایران په ضد دامریکا له کرغیړنو سیاستونو سره یو ځای شوی دی .