ظريف: د ايران سائنسي کاميابۍ او سائنسدانان د دښمنانو د سترګې ازغے دے
ظريف: د ايران سائنسي کاميابۍ او سائنسدانان د دښمنانو د سترګې ازغے دے
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د تهران په مهرآباد هوائي ډګر کښې د امريکې له بنده د ازاد شوي ايراني سائنسدان ډاکټر مسعود سليماني د هرکلي په مراسمو کښې وويل، امريکې په تېرو څلوېښتو کلونو کښې کوشش وکړ چې د ايران د پرمختګ او ترقۍ مخه اونيسي خو هيڅکله نه ده کاميابه شوې.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف د دې په بيانولو سره چې ډاکتر سليماني بې له څه وجې څوارلس مياشتې امريکايانو يرغمال کړے ؤ واضحه کړه، د ايراني سائنسدانانو سائنسي کاميابۍ د ايران د ملت د دښمنانو د سترګو ازغے دے.
ظريف زياته کړه، امريکايانوپه ځلونو ډاکټر سليماني ته وړانديز کړے ؤ چې ايران ته د ستنېدو او يا په جېل کښې د پاتے کېدو په ځاے په امريکه کښې پاتې کېدل اومنه خو دغه وطن پاله استاد د امريکايانو وړانديز اونه منۀ.
ډاکټر مسعود سليماني هم د خبريالانو په ټول کښې په امريکه کښې د خپلې اسيرۍ په اړه وويل، د امريکائي مقصد د ايران له خلقو سره دښمني ده.
هغه زياته کړه، امريکائي چارواکو په جېل کښې د دې لپاره چې نور بنديان هغه ته نزدې نه شي ويلي وو چې دا يو ترهه ګر دے خو هيچا په دغې ادعا او تور باور ونه کړ.ډاکټر مسعود سليماني پرون په امريکه کښې له څوارلسو مياشتو غېرقانوني قېده وروسته او سوئيزلېنډ ته د محمد جواد ظريف په سفر سره آزاد او ايراني چارواکو ته وسپارل شو.