د اسلامي نړۍ ستونزې د اسلامي هیوادونو له پیوستون پرته نه شي هواریدی
د ایران ولسمشر د اسلامي نړۍ د مشکلاتو هواری د اسلامي هیوادونو پیوستون او ملګرتیا ته اړمن وباله.
ولسمشر حسن روحاني چې د کوالالمپور په غونډه کښې د ګډون په موخه ملایشیا ته تلی دی، پرون یې د دغه هیواد د باچا سلطان عبد الله په کتنه کښې وویل: فلسطین، د مسلمانانو په چارو کښې د سترو قدرتونو لاسوهنه او د علمي او اقتصادي پرمختګونو ضرورت د اسلامي نړۍ ډیر مهم موضوعات دي.
هغه هم داشان د فلسطینیان اویا کلنې کډوالۍ ته په اشارې سره زیاته کړه: فلسطین د اسلامي نړۍ یو زوړ زخم دی چې ورته باید د کوالالمپور د اسلامي هیوادونو په سرمشریزه کښې جدي پاملرنه وشي.
په دغه کتنه کښې د ملایشیا باچا سلطان عبد الله هم په یادې غونډې کښې د ولسمشر حسن روحاني د ګډون په قدرونې سره دغه ګډون د غونډې د کچې د لوړاوي سبب وباله او هیله یې وښودله چې د اسلامي هیوادونو د مشرانو دا غونډه د مسلمانانو لپاره د خیر او برکت لامل وګرځي.