د ایران او عمان د خارجه وزیرانو د خبرواترو یو پړاؤ ترسره شو
Dec 24, 2019 07:36 Asia/Kabul
د ایران او عمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرواترو وړومبنی پړاؤ په مسقط کښې ترسره شو.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون د ایران او عمان ترمینځ د دوامدارو دوه اړخیزو سلامشورو په لړ کښې مسقط ته تلی دی.
له دې مخکښې یعنې د روانې دسمبر میاشتې په دویمه نیټه د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوي هم تهران ته په راتګ سره له ایراني چارواکو سره ملاقاتونه کړې وو.
هم داشان پّ عمان کښې استوګنو یوه ډله ایرانیانو او اقتصادي فعالانو بیګا ماښام له ښاغلي ظریف سره ملاقات وکړ.