ظريف: ستر قوتونه په سيمه کښې د تاوتريخوالي رامنځته کونکو اقداماتو ملاتړ نه کوي
(last modified Mon, 30 Dec 2019 03:03:34 GMT )
Dec 30, 2019 07:33 Asia/Kabul
  • ظريف: ستر قوتونه په سيمه کښې د تاوتريخوالي رامنځته کونکو اقداماتو ملاتړ نه کوي

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د هند بحيرې په شمال او د عمان سمندر کښې د ايران، روسيې او چين مشترکه فوځي مشقونه په سيمه کښې له تاوتريخوالي جوړونکو سياستونو سره د مهمو نړيوالو قوتونو د نه ملګرتيا ښودونکي وبلل.

د پارس ټوډې د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف د روسيې پائتخت ماسکو ته له رسېدو سره سم وويل، د ايران، روسيې او چين ګډ مشقونه د دې حقيقت ښودونکي دي چې د ايران اسلامي جمهوريت چمتووالے لري چې د هرمز مهمه نړيواله سمندري لارد ټولو لپاره د کيشتۍ چلونې د امنيت او ازادۍ ساتنې په خاطر ملګرتيا وکړي.

هغه زياته کړه، دغه سمندري مشقونووښودله چې د نړۍ مهم قوتونه په سيمه کښې له تاوتريخوالي پېدا کونکو اقداماتواو سياستونو سره ملګرتيا نه کوي.

محمد جواد ظريف ماسکو ته د خپل سفر د مقاصدو په باره کښې هم په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران او روسيې تعلقات سټراټيجک دي وويل، ضرورت د دې خبرې دے چې دواړه هېوادونه د دوو اړخيزو تعلقاتو، سيمه ايزو مسائلو او د وروستيو نړيوالو بدلونونو په اړه په دوامداره توګه غږملتيا، همفکري او صلاح مشورې ولري.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير زياته کړه، نن د ګل په ورځ به له خپل روسي هم منصب سرګئ لاوروف سره د مختلفو مسائلو په باره کښې تفصيلي خبرې اترې ولري.

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير بېګاد ماسکو نوکووا نړيوال هوائي ډګر ته په رسېدو سره سم يې د روسيې د خارجه وزارت د اېشين ډيمارټمنټ د مرستيال ماکسيم بارانوف او په روسيې کښې د ايران د سفير کاظم جلالي لخوا تود هرکلے اوشو.

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي او د دغه وزارت وياند سيد عباس موسوي هم په دغه سفر کښې له ظريف سره ملګرتيا کوي.

 

ټیګونه