د ایران ولس د اسلامی انقلاب آئیډیاؤ او رهبرۍ ته بشپړ وفادار دی
(last modified Tue, 31 Dec 2019 10:53:54 GMT )
Dec 31, 2019 15:23 Asia/Kabul
  • د ایران ولس د اسلامی انقلاب آئیډیاؤ او رهبرۍ ته بشپړ وفادار دی

ډاکټر روحانی وئیلی دی،دا چې په میلیونونو خلک واټونو ته راووتل،دا پخپله له خپل اسلامی نظامه ملاتړ دی،نو معلومه ده چې دغه بې ساری چاره دښمنان کینه کښ او غوسه کوی .

د ایران  داسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحانی نن د  تهران په  لویدیځ کې له ګلشهر څخه  هشتګرد ته د برقی ریل د پټلۍ  په پرانیستونکو دستورو کې  د اسلام ، ایران او انقلاب لپاره  د ولس قربانۍ اوسرښیندنې ته په اشارې سره  وئیلی دی ، په تیرو ورځو کې  په میلیونونو خلکو د اسلامی انقلاب ،رهبرۍ ، امنیت او ثبات څخه  په ملاتړ کې چغې پورته کړې او واټونو ته راووتل  او دا د دغه میړانی ولس  د وفادارۍ په معنا دی . 

Image Caption

ډاکټر روحانی وئیلی دی،دا چې  په میلیونونو خلک واټونو ته راووتل،دا پخپله  له خپل اسلامی نظامه ملاتړ دی،نو معلومه ده  چې دغه  بې ساری چاره  دښمنان کینه کښ او غوسه کوی .

  د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې ده ، البته ولس سمه لاره ټاکلې ده  او حکومت  د ولس په رایو سره  واک ته رسیدلی  او په دې مینځو میان کې  هغه څه چې مهم دی ، دا  چې  باید راتلونکی ته هیله مند ووسو  او  هرڅوک دغې موضوع ته ګوزار ورکړی ، بې شکه  د ایران  ستر ولس او اسلامی انقلاب ته  به ئې ګوزار ورکړی وی . 

  هغه زیاته کړې ، دایران ولس دتپلی جنګ په اوږدو او دغهر از دبندیز په پړاؤ کې  د خپل  ټاټوبی ، عزت او خپلواکۍ لپاره  کوټلی هلې ځلې کړی دی ، او تر کلونو پورې  ئې د بندیزونوپه مقابل کې استقامت کړی او زغم ئې نندارې ته وړاندې کړی ،  او ا وس  د نورو ددباؤنو په وړاندې حاضر نه دی ،خپلې سرچینې او ټاټوبی د پرون لوټ مارو او نغرونکو ته وسپاری .د اسلامی ایران ولسمشر  همدرااز په عمان سمندر کې د ایران ،چین او روسیې ګډې سمندری مانورې ته  هم اشاره وکړه او وې وئیل،دغه مانوره  کومه آسانه  خبره  نه ده  او استکباری لوبغاړی ئې سخت غوسه کړی دی .د ایران  دمجریه قوې مشر وئیلی استعمار هیوادونه په دې چې د ایران د پوځ اوسپاه پاسدارانو دسمندری ځواک تر څنګ دوو سترو قدرتونو ګډه سمندری  مانوره ترسره کړی ، سخت غوسه کړی دی .

Image Caption

 

Image Caption

 

ټیګونه