د ایران د ملت په ضد د امریکاګواښ،د اسلامی انقلاب د معظم لارښودځواب
د ایران د ملت په ضد د امریکاګواښ،د اسلامی انقلاب د معظم لارښودځواب
په حشد شعبی مبارز ځواک د امریکا حمله په حقیقت کې دداعش د ناکامیو غچ اخستل وو،ځکه هغه ځواک چې داعش ترهه ګره ډلې ته ئې ماته ورکړی او له مینځه ئې وړی،دعراق همدغه الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک ؤ. اوس د امریکا ولسمشر او ددغه هیواد نور چارواکی هڅه کوی ایران ددغو پیښو عامل وبریښوی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای، پرون د درست ایران د زرګونو نرسانو په ټول کې پخپلې وینا کې د عراق په سرحدی سیمو کې د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک پر مرکز د امریکا حملې ته په اشارې سره،په سیمې په تیره بیا په عراق کې له امریکا د کرکې او نفرت څپه،د امریکا په جنایتونو د ولسونو یو طبیعی غبرګون وبالۀ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود،همداراز د عراق د سه شنبې ورځې د پیښو اصلی عامل په توګه د ایران په ګرم بللو او دایران په ګواښلو کې د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره ټینګار کړی،امریکا په غلطه ده ،ځکه دا موضوع له ایران سره هیڅ ارتباط نه لری .
داسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې،زه ، د ایران ملت او حکومت دعراق دالحشد الشعبی په یوه مرکز په حملې کې د امریکا جنایت په سخته محکوم کوو،روښانه کړې،ټول پوهیږی اسلامی ایران په جنګ پسې نه دی،خو له هر هغه کس سره چې د ایران دملت ،ګټې ،مصلحت، عزت ،عظمت او پرمختګ وګواښی،له کومې ملاحظې پرته به ورسره مقابله وکړی او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړی .
الحشدالشعبی ولسی مبارز ځواک د عراق یوه هغه څانګه د ه چې د عراق حکومت تر څارنې لاندې او د هغه د قوانینو په اساس فعالیت کوی او له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په مبارزې او په عراق کې ئې د هغو په ناکامولو کې مهم رول د رلودلی دی .
هماغه ډول چې داسلامی انقلاب معظم لارښود ددې موضوع په تحلیل کې ا شاره کړې او فرمائیلی ئې دی ؛ په حشد شعبی مبارز ځواک د امریکا حمله په حقیقت کې دداعش د ناکامیو غچ اخستل وو،ځکه هغه ځواک چې داعش ترهه ګره ډلې ته ئې ماته ورکړی او له مینځه ئې وړی،دعراق همدغه الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک ؤ. اوس د امریکا ولسمشر او ددغه هیواد نور چارواکی هڅه کوی ایران ددغو پیښو عامل وبریښوی .
په ملګروملتو کې د اسلامی ایران دایمی استازی مجید تخت روانچی هم پرون ناوخته په بغداد کې د امریکا د سفارت بندې دحملې په باب د اسلامی ایران په ضد دامریکا دتورونو لګولو په غبرګون کې،د ایران په ضد د امریکا تور لګونې د عراق له اولس کلن نیواک او ددغه هیواد د لکونو بې ګناه خلکو له وژلو څخه انحراف بللی او وئیلی ئې دی،د واشنګټن د چارواکو او پوځ په وسیله د عراقیانو د وحشی ډوله وژلو په ضد د عراق د ولس له غوسه کیدا څخه د پام اړول دی .
د عراق د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک په ضد دامریکا دغه جنایت د وحشی صهیونیسټی رژیم او عربستان د خوشالولو لپاره کړی او ښودلې ئې ده چې دغه حمله په کومې موخې سره پلان شوې ده . امریکا په دغې لارې کې د ایران او عراق لپاره دوې سناریوګانې پلان کړی دی ، چې لومړۍ ئې په عراق کې د داخلی بحران په رامینځةکولو کې د ټرمپ له رول څخه د عمومی افکارو غړول او د ولسی مقاومت دځواک کمزورتیا او دوهمه هم په سیمې کې د ایران دسیمه ایز رول تر پوښتنې لاندې راوستل او په سیمې کې د ایران نرم قدرت یا ټیکنالوجیکی پرمختګ ته ګوزار ورکول دی .
البته په دغو دواړو سناریوګانو کې د امریکا محاسبې غلطې ثابتې شوی دی .
دایران په ضد دامریکا تور لګول په حقیقت کې په نړۍ کې د امریکا د رامینځةشوی کرکیجنې څیرې دبدلولو لپاره یو ډول هڅه ده . طبیعی خبره ده چې له امریکا د عراق د ولس کرکه او نفرت یو واقعیّت دی او امریکا پرې سترګې نشی پټولی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په همدې باب د امریکا په تیره بیا په زرګونو عراقی پوهانو او عاموخلکو په وژلو او همداراز په عراق او افغانستان کې د بلیک واټر خبیث او جنایتکار شرکت جنایتونو ته په اشارې سره فرمائیلی دی ؛دسیمې ځینو هیوادونو له اجازت پرته دغو ته د امریکائی چارواکو سفر او پخپلو پوځی مرکزونو کې ئې شتون ، د سیمې ددغو هیوادونو اوملتونو په ضد د امریکا د سپکو چلندونو یو بل مثال دی .
امریکا باید پوهه شی ،یو داسې بهیر ئې پیل کړی ، چې باید د ځواب په تمه ئې هم ووسی .د ډونالډټرمپ همدغه غلطې محاسبې لامل شوی دی چې لویدیځی خبری او ر سندوئی ټولنې هم په دې اند دی، هغه څه چې په سپینې ماڼۍ کې روان دی ،بهرنی سیاست نه دی .