د تهران د جمعې د نمانځه خطيب وويل:
سردار سليماني امنيت زېږونکے ؤ
د تهران د جمعې خطيب د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک مشراو سردار امنيت او صلح زېږونکے وبلۀ.
حجت الاسلام محمد جواد حاجي علی اکبري د جنرل قاسم سليماني شهادت ته په اشارې سره وويل، د ايران، سيمې او نورو اسلامي هېوادونو فضاء په تېره هفته کښې له الهي تقوا ډکه وه.
حاجي علي اکبري د دې په بيانولو سره چې د سردار سليماني خاص خصوصيت الهي تقوا وه زياته کړه،دغه لوړ رتبه سردار سيمه د داعش له وجوده پاکه کړه او د اېشيا په لويديځ کښې يې امنيت ته وده ورکړه او د سيمې په سطح يې د مقاومت کلتور ته پراختيا ورکړه.
د تهران د جمعې د نمانځه خطيب واضحه کړه، د مقاومت په محور کښې جنرل سليماني په ژورې سټراټيجۍ سره د اسلامي ايران امنيت ته ضمانت ورکړ. هغه زياته کړه، سردار سليماني د امام خميني (رح) له مکتب څخه په پېروۍ سره د مومنو، مېړنو او هوښيارو کسانو په تربيت کښې په سيمه کښې د تمدني نظر او د سوچه اسلام په مقاومت او تربيتي کلتوري پراختيا سره کوشش وکړ او غوره او تکړه ځوانان يې وروزل.
د تهران د جمعې د نمانځه خطيب همدارنګ د دې په بيانولو سره چې امريکايانو د د مقاومت د سردار په شهيدولو سره ډېر لوے حماقت وکړ زياته کړه، د سردار قاسم سليماني او د هغه د نورو ملګرو شهادت د اسلامي امت په بصيرت او د خلقو په يو هيړ شتون سره د ايران د اسلامي انقلاب او د سيمې په تاريخ کښې د عطف يو ټکے شو.