د ایران او دافغانستان ورځپاڼو ته کتنه
د تهران راډیو د پښتو خپرونې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران ګڼ چاپه ورځپاڼه کیهان ولولو .
د امریکا یوه(۱) متقاعد جنرال پری میک کافری له «این ایس این بی سی» ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د شهید سردار سلیمانی د جنازې مراسمو ته په اشارې سره وویل زما په نظر ولسمشر ټرمپ له هغه څه چې رامینځته شول د مرګ تر حده ویریده او ټرمپ د جنرال سلیمانی د جنازې مراسم په ټیلی ویژن ولیدل او سخت ویریده .
د امریکا د پوځ دغه متقاعد جنرال په دې خبرې سره چې امریکا له ایران سره جنګ نه غواړی وویل البته جنګ له سیاسی نظره هم د ټرمپ لپاره ورانونکی دی .
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مشر سردار سلیمانی او د عراق د الحشد الشعبی ځواک د مشر د ځاې ناستی ابو مهدی مهندس د شهادت له یوې (۱) اونۍ تیریدا سره سره د امریکا د حکومتی ترهګرۍ او د ولسمشر ټرمپ د جنایتکار اقدام پرضد نړیوال اعتراضونه هماغه راز دوام لری .
د روسیې رسنیو په غږ ورهاخوا کینژال (چې معنا یې خنجر دی )توغندیو په ازمویلو د ولسمشر ولادیمیر پوتین د څارنې خبر ورکړ .
د امریکا څه دپاسه پینځه پنځوس (۵۵) فیصده خلکو د ډګر جنرال سردار قاسم سلیمانی په ټرور کولو کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدام د غندلو په ترڅ کښې باوری دی دغه کار امریکا ناامنه کړی ده .
د پاکستان په کویټه ښار کښې د لمونځ ګزارو په مینځ کښې بم چاودنې دولس (۱۲) کسان ووژل شول او یویشت (۲۱) نور ژوبل شول .
د عراق مذهبی مرجعیت وویل کورنۍ شخړې د هیواد واکمنۍ په خطر کښې اچوی .
«صدقی المقت» چې د سوریې د بندیانو په سردار مشهور دی له دوه دیرش (۳۲)کاله زندان وروسته د اسرائیلو له بندی خانې خوشی شو او په خپلو لومړیو څرګندونو کښې یې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټ رژیم برضد مبارزو ته دوام ورکوی .
د امریکا ولسی جرګې کانګرس یوه (۱) لایحه تصویب کړه چې پراساس یې د ولسمشر جنګی اختیارات کمیږی .
د فلسطین حماس غورځنګ د غزې د خلکو پرضد د هرډول حماقت او د مقاومت د قومندانانو د ټرور په هکله خبرداری ورکړ .
د فرانسې د حکومت د سپمه د سیاستونو پرضد د دغه هیواد په بیلا بیلو ښارونو کښې د لسګونو زره خلکو مظاهرې د امنیتی ځواکونو په لاسوهنې سره د دواړو لورو ترمینځ د تاوتریخوالی او د نښتې سبب شوې .
د افغانستان د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ د امریکا د بې پایلوټه الوتکو په حملې کښې د ښځو او د ماشومانو په شمول پنځوس (۵۰) ملکی وګړی ووژل شول .
په نایجریا کښې په یوه (۱) ښارګی او اډې د تکفیری ډلو په حملې کښې څه د پاسه سل (۱۰۰) کسان وژل شوی او کابو اوه سوه پنځوس(۷۵۰) کورونه هم تباه شوی دی .
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مشر سردار قاسم سلیمانی او د الحشد الشعبی د ځواک د مشر د ځاې ناستی ابو مهدی مهندس د وینې د غچ اخیستلو لپاره د مقاومت ډلو له ګواښ وروسته د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی یوځل بیا له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د زر تر زره د وتلو غوښتنه وکړه .
()
اوس د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .
د فرانسې په بیلابیلو ښارونو کښې د زرګونو خلکو مظاهرې د امینتی ځواکونو په لاسوهنې او د اعتراضونو په ځپلو سره په تاوتریخوالی او نښتې بدلې شوې او د دغه اروپایی هیواد مهمې برخې یې په ټپه ودرولې .
د افغانستان په هرات کښې په شینډنډ سیمه باندې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو په برید کښې پنځوس (۵۰) ملکی وګړی وژل شوی دی .
اروپایی اتحادیې په صهیونیسټ رژیم غږ وکړ په لویدیځې غاړې کښې د ښارګیو د جوړولو په زمینه کښې خپل سیاستونه بدل کړی .
د لیبیا دختیځ پوځ قومندان جنرال خلیفه حفتر په هیواد کښې دجنګونو د ختمولو لپاره د روسیې او د ترکیې غوښتنه رد کړه .
د امریکا په اوهایو ایالت کښې اعتراض کونکو د ولسمشر ټرمپ په جنګ غواړو سیاستونو اعتراض کښې د هغه وینا ګډه وډه کړه .
د روسیې دفاع وزارت وویل د ترکیې او د روسیې د موافقې پراساس د سوریې په ادلب ولایت کښې اوربند پیل شوی دی .
د امریکا ولسی جرګې کانګرس له ایران سره پوځی ټکر ته د واشنګټن د ورګډیدا د مخنیوی په هدف سره د ولسمشر جنګی اختیاراتو د محدود کولو لایحه تصویب کړه .
د وینزویلا د پارلمان پخوانی مشر او د حکومت د مخالفانو مشر خوان ګوایډو د خپلو پلویانو په مرستې سره په پارلمان برید وکړ او هلته یې د پارلمان د مشر په توګه لوړه وکړه .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په جنوب کښې په الضالع ولایت کښې په «الصدرین» اډې توغندوی حملې کښې د عربستان یولس (۱۱) ګوډاګیان هلاک کړل او شل(۲۰) نور یې ژوبل هم کړل .
په عراق کښې د داعش پرضد په تش نامه ائتلاف کښې د امریکا متحد هیوادونه د عراق په الانبار ولایت کښې د عین الاسد اډې پرضد د ایران له توغندوی حملو او د شهید قاسم سلیمانی ټرور او شهادت ته په غبرګون کښې له واشنګټن څخه دتهران له سخت انتقام وروسته په چټکۍ سره له عراق څخه د خپلو عسکرو د ایستلو په حال کښې دی .
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو د شهید قاسم سلیمانی ټرور او شهادت ته په غبرګون کښې د پیښمانه کونکی او دسخت انتقام اخیستلو ته د ایران له ګواښونو وروسته د تهران دغچ اخیستونکو اقداماتو له ویرې څخه په یوې (۱) وینا کښې د سلیمانی په ټرور کښې د اسرائیلو هرډول رول رد کړ او ویې ویل تل ابیب د جنرال قاسم سلیمانی په ټرور کښې هیڅ رول نه دی لرلی او امریکا په یوازې ځان دغه کار ترسره کړی دی او دا د ایران او د امریکا ترمینځ شخړه ده .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سیمه کښې د تاوتریخوالو د سختیدا په وخت کښې دمشق ته رسیدلی او د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره یې کتنه او خبرې کړی دی .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیبیا د ملی وفاق حکومت څخه د ملاتړ لپاره دغه هیواد ته د انقرې د پوځیانو د استولو خبر ورکړ .
د امریکا په اویا (۷۰) ښارونو کښې دجنګ ضد فعالانو او خلکو په اعتراضیه مظاهرو او د شهید قاسم سلیمانی د عسکونو په لیږدولو سره دغه جنایت او د ولسمشر ټرمپ جنګ غوښتنه وغندله .
د عراق پارلمان د ډګر جنرال قاسم سلیمانی او د ابو مهدی المهندس له شهادت او د سیمې د مقاومت په مشرانو د حملې په شمول د امریکا د ترهګرو اقداماتو له سختیدا وروسته په تاریخی غونډې کښې د رایو په اکثریت سره له عراق څخه د امریکا د عسکرو ایستلو ته رایه ورکړه .
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ د امریکا دعسکرو د تابوتونو په لیدو سره خپلې غلطۍ ته متوجه کیږی .
()
اوس به د تهران چاپ همشهری ورځپاڼه وګورو .
د ایران وسله والو ځواکونو په تهران کښې د اوکراین د یوې(۱) الوتکې له نسکوریدا وروسته یوه (۱) مهمه بیانیه خپره کړه او ویې ویل دغه پیښه د انسانی غلطۍ په وجه رامینځته شوی ده .
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د اوکراین د الوتکې له نسکوریدا وروسته د ملی امنیت شورا د غونډې د ترسره کیدا حکم ورکړ .
امریکا وویل عراق ته استول شوی پلاوی به د عسکرو د ایستلو په هکله خبرې ونکړی .
د عراق ستر مذهبی مرجع ایت الله سیستانی په دې خبرې سره چې په هیواد کښې مشکلات د خارجی هیوادونو د لاسوهنو په خاطر دی وویل باید د عراق بچیان په خپل هیواد حکومت وکړی .
د انګلستان پارلمان له اروپایی اتحادیې څخه د لندن د وتلو پلان تصویب کړ .
د عراق د پارلمان یوه (۱) استازی حسن سالم ایشوا کړه چې امریکا د ایران له برید وروسته په عین الاسد اډې کښې د دیره عسکرو مړی اسرائیلو ته انتقال کړی دی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په وروستۍ وینا کښې چې دنړۍ رسنیو هغه ځورونکی وبلله ولسمشر ټرمپ اته پنځوس (۵۸) ځله ګړنګ پورته کړل داسې کړچار چې د هغه په نورو مهمو ویناګانو کښې نه دی لیدل شوی .
()
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې پروسې او د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پیل او د سیمې د هېوادونو د اندېښونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دی.
دنیا ورځپاڼې لیکلی، د امریکا او ایران لانجه د سولې بهیر نه زیانمنوی، ځکه چې د سولې هوکړه لیک د امریکا او طالبانو ترمنځ نهایی شوی او یوازې د دواړو لورو له خوا لاسلیک کول یې پاتې دی.
وړاندې راغلی، په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو د استازو ترمنځ په خبرو کې پرمختګونه د دې لامل شوی چې امریکا او طالبان په دې موافقه وکړی چې د افغانستان لانجه یوازې له سیاسی لارې هوارېدلی شی.
ویسا ورځپاڼې لیکلی، پخوا هم خبره په وروستۍ لیکه کې ولاړه وه او د لاسلیک انتظار کېده، خو سبا ته د ټرمپ یوه ټویټ هرڅه ختم کړل او دا دی مساله څو میاشتې شاته ولوېده، دا کار هر وخت ممکن دی، ځکه دلته تراوسه د امریکا لاس بر دی.
د ویسا په سرمقاله کې همدارنګه راغلی، که چیری له ایران سره وضیعت نور هم خراب شی له بده مرغه د دې ناوړه اغیزې به بر افغانستان خامخا ولوېیږی، ځکه خو په ټوله کې د طالبانو په ګډون افغانانو ته په کار دی چې له دې ناورین نه په هوښیارۍ هېواد وژغوری.
د سرمقاله لیکوونکی په باور، که د ایران او امریکا ترمنځ لانجې زور واخلی، امریکا به مجبوره شی چې په افغانستان کې ډېر پوځونه ولری چې په دې صورت کې به له طلبانو سره د روانو خبرو پایله منفی وی.