د ایران خلاف د امریکې نوې بندیزونه، د زیات نه زیات دباؤ د سیاست دوام
(last modified Sat, 11 Jan 2020 10:12:04 GMT )
Jan 11, 2020 14:42 Asia/Kabul
  • د ایران خلاف د امریکې نوې بندیزونه، د زیات نه زیات دباؤ د سیاست دوام

امریکې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې د ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ سیاست غوره کړی او په دې لړ کښې یې د ۲۰۱۸ کال پ مۍ میاشته کښې له ایټمي موافقې له وتنې وروسته د ایران خلاف ډیر سخت بندیزونه لګولې دي.

 امریکې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې د ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ سیاست غوره کړی او په دې لړ کښې یې د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشته کښې له ایټمي موافقې له وتنې وروسته د ایران خلاف ډیر سخت بندیزونه لګولې دي. د دې بندیزونو له بې ګټې والي سره سره واشنګټن لاهم د بندیزونو په زیاتیدو ټینګار لري.

د امریکې حکومت په عراق کښې پر امریکايي پوځي اډو د سپاه پاسداران د توغندوي حملې په غبرګون کښې د ټرمپ د ژمنې د اجرا کولو په لړ کښې په خپل تازه اقدام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف ځینې نوي بندیزونه ولګول. د امریکې د خزانې وزارت پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کښې د ایران د نظام د مصلحت پيژندې ټولنې د منشي محسن رضايي، د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني او د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د غږملونکي مرستیال محمد رضا نقدي په شمول اتو ایراني چارواکو باندې د بندیزونو لګیدو خبر ورکړ. د دغو بندیزونو له مخې، امریکې ته د دغو اتو ایراني چارواکو ورتګ ممنوع شوی او په دغه هیواد کښې یې شتمنۍ توقیف کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت مسئولینو په کراتو په امریکې پورې د دغه ډول پیئلتیاؤ په ردولو سره ټینګار کړی چې له دغو بایکاټونو هیڅ ویره نه لري.

د امریکې د خزانې وزات په بیانیه کښې هم داشان سربیره پر دغو چارواکو، د ایران ۱۷ د فلزاتو تولیدونکي او معدني شرکتونه، په چین کښې د دیره دریو ارګانونو ګډه شبکه او د ایران د فلزاتو په منتقلولو کښې فعاله یو کشتۍ د واشنګټن د نویو بندیزونو ښکار شوې ده.

په دغه خبرپاڼه کښې راغلې دي چې د یادو بندیزونو له اعلانیدو سره سم، ټرمپ یې اجرايي حکم لاسلیک کړ چې موخه یې د عمران، ودانۍ جوړونې، معدن او نساجۍ یا ټیکسټایل په برخو کښې د تهران د استفادې وړ مالي سرچینو محدودول او هم د دغې برخې د اقتصادي ملګرو بایکاټول دي.

ډونلډ ټرمپ د جنورۍ په اتمه نیټه د ایران د توغندوي حملې په غبرګون کښې په خپله وینا کښې په یولړ نرمښت ښودونکو څرګندونو کښې، د ایران په هکله یوازې خپلې تیرې ادعاوې تکرار کړې او د ایران خلاف یې د نویو بندیزونو د لګولو ژمنه وکړه. دا بندیزونو په ایران باندې د زیات نه زیات دباؤ په چوکاټ کښې لګول کیږي. امریکې په ځلونو ویلې دي چې د دغه سیاست موخه یې، له تهران سره یوې نوې موافقې ته رسیدل دي چې په کښې د امریکې د نظر وړ ټولو مسائلو ته پاملرنه وشي. د ټرمپ حکومت بیا بیا ټینګار کړی چې د واشنګټن غیرقانوني او ناروا غوښتنو ته د ایران د تسلیمولو لپاره په دغه هیواد باندې د تاریخ بې مخینې بندیزونه لګوي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمیئو هم تیره جمعه په یوه وینا کښې د دغو بندیزونو هدف د ایران د کړنلارې بدلول وبلل.

امریکایان د تهران د کړچار په بدلولو او د واشنګټن د غوښتنو په پوره کیدو کښې کښې د خپلو بندیزونو بې ګټې والي  ته په بې پامۍ سره هم هغه شان د بندیزونو او بایکاټونو د سختولو نغاره غږوي.

خو د واشنګټن له غلیمانه اقداماتو سره سره ایران په ځلونو ټینګار کړی دی چې د امریکې د بندیزونو په وړاندې به سر ټیټ نه کړي. ټرمپ له دې مخکښې ژمنه کړې وه چې د سردار سلیماني د ناځوانمردانه ټرور په وجه له امریکې د سخت انتقام په هکله د ایران د ژمنې د پوره کیدو په بڼه کښې به په ایران کښې ۵۲ ځایونه په نښه کړي خو د ایران له انتقامي اقدام وروسته یې، په دې پلمه چې د ایران توغندوي حملې هیڅ ډول تلفات نه درلودل او ډیر لږ مالي تاوان یې رسولی، په یو شاتګ کونکي دریځ کښې یې د ایران خلاف د بندیزونو د سختولو خبره وکړه او له ایټمي موافقې د ۴+۱ ډلې د غړو د وتلو غوښتونکی شو.

خو روسیې، فرانسې، جرمني او بریطانیا او هم داشان اروپايي اتحادیې په یوه خوله د ټرمپ له دغې غوښتنې سره مخالفت وکړ او داشان د امریکې جنجالي ولسمشر یوځل بیا وشرمیده او رسوا شو.

مهم ټکی دا دی چې د ټرمپ حکومت چې په ایران باندې د لازیات دباؤ اچولو لپاره خپل لاس خالي ویني، په ظاهره له دې پرته بله چاره نه لري چې هره څه موده پس د ایراني چارواکو او د دې هیواد د مختلفو اقتصادي برخو خلاف نوي بندیزونه ولګوي، په داسې حال کښې چې نور د بایکاټولو لپاره څه خاص نه دي پاتې. په هم دې وجه واشنګټن حتی په دغو بندیزونو کښې د انساني اړخونو د خیال ساتنې په هکله خپلې تیرې ظاهري ادعاګانې پریښې دي او په ډاګه د خوراکي شیانو او درملو د تامین په لړ کښې د محدودیتونو په لګولو سره د ایران پر خلکو د دباؤ په زیاتولو ټینګار کوي او په تیره بیا نه پریږدي چې د خاصو او سختو ناروغیو درمل بیمارانو ته ورسیږي.

خو بیا هم تهران د واشنګټن د بندیزونو د جدي دباؤ له پړاؤ راتیر شوی او د نړیوال بانک او د پيسو د نړیوال صندوق په شمول نړیوالو مالي او اقتصادي ارګانونو په خپلو وروستیو رپورټونو کښې ویلې دي چې د ایران په اقتصاد باندې د بندیزونو اغیزه شنډه شوې ده او د ایران اقتصاد له روان ۲۰۲۰ کال څخه عادي بهیر ته ستنیدی شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه