د مقاومت له چورلیزه د ایران ملاتړ به په کلکه دوام ولري
د ایران دفاع وزیر په دې خبرې سره چې د مقاومت له محوره د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ به په پوره توان او قوت سره دوام ولري، وویل: ایران به د سوریې د بیارغاونې په دوران کښې هم د دغه هیواد د خلکو او حکومت ترڅنګ وي.
د ایرنا د خبر له مخې برید جنرال امیر حاتمي پرون په تهران کښې د شام د دفاع وزیر علي عبد ا... په کتنه کښې څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت له سوریې څخه ملاتړ د خپلې شرعي دندې او د سیمې له ثبات سره د مرستې په لړ کښې کوي.
هغه په دې خبرې سره چې د مقاومت بهیر نن سبا په سیمه کښې په یوې آیډیالوجۍ بدل شوی دی، څرګنده کړه: امریکې د ډګر جنرال سردار شهید قاسم سلیماني په شهیدولو سره په سیمه کښې د خپلو پوځیانو د شتون لګښت زیات کړی دی.
د ایران دفاع وزیر په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د امریکايي ځواکونو له شتون سره مقابله باید په یو دوامداره او پایداره بهیر بدله شي، زیاته کړه: د شهید سلیماني توانمني په یوازې سر د لویدیځو قدرتونو او صهیونیسټي رژيم د سلطه ګرۍ او زیاته غوښتنې په وړاندې یو دفاعي عامل و.
په دغه کتنه کښې د سوریې دفاع وزیر علي عبد ا... ایوب هم د شهید سردار سلیماني د مخلصانه سرشندنې او قربانۍ په قدرونې سره وویل: دغه مجاهد اتل له ترهګرو سره د نښتې په ټولو ډګرونو کښې تل د مسئولیت په احساس او له ځانه په تیریدنې سره د سوریې د مظلومو خلکو ترڅنګ فعال او اغیزناک شتون درلود.
هغه هم داشان د سوریې د ولسمشر بشار الاسد له خوا د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو د ترټولو ستر عنوان په توګه د سوریې د عربي جمهوریت د اتل نشان، د شهید قاسم سلیماني کورنۍ ته د ورکولو لپاره د ایران دفاع وزیر ته وړاندې کړ.